د فراه مسوولان وایي، امنیتي ځواکونه یې د لوېدیځ زون د ۲۰۷ الفاروق قولاردو د هوايي ځواکونو په ملاتړ وتوانېدل چې نږدې سل هغه مسافر وژغوري چې د دې ولایت د پرچمن ولسوالۍ اړوند سیمو کې د وروستیو واورو ورېدو له امله بند پاتې وو.
د فراه د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي محمدنسیم بدري ویلي: «دغه مسافر د سختې واورې ورېدو له امله د پرچمن ولسوالۍ په سرخک کوتل او فرهنګي کوتل کې بند پاتې وو چې د ځمکنیو امنیتي ځواکونو د هڅو او د لوېدیځ زون د ۲۰۷ الفاروق قولاردو د هوايي ځواکونو په همکارۍ ژغورل شوي او خوندي سیمو ته لېږدول شوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، ژغورل شوي کسان د ۱۵ عرادو نقلیه وسایطو مسافر وو چې یو مسافر ټپي شوی هم دی.
«سرخک کوتل» او «فرهنګي کوتل» هغه سیمې دي چې ډېرې واورې پهکې کیږي او تګراتګ په کې سخت وي.
دغه لارې د فراه د پرچمن او د غور ولایت د تیورې ولسوالیو ترمنځ موقعیت لري او هر کال د درنو واورو له امله تړل کېږي چې له کبله یې د مسافرو تګراتګ له جدي ستونزو سره مخ کېږي.