Asset 1SWN

ارغندي کې د مسافروړونکي موټر چپه‌کېدل؛ ۲۵ کسان مړه او ۲۷ ټپیان دي

رویداد-ترافیکی-rav1nrb3qhn4gneg8lf9h6csqtg93hp0003kj56bo4

د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره، د ارغندي څلور لارې په سیمه کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه‌کېدو له امله لږترلږه ۲۵ کسان مړه شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې دا پېښه نن چهارشنبه سهار (وږي پنځمه) د موټر چلوونکي د «بې‌احتیاطۍ» له امله رامنځته شوې ده.

د ده په وینا، مسافر وړونکی موټر د ۵۸۰ ډوله و چې د چلوونکي د بې‌پروایۍ له امله له سړک اوښتی دی.

قانع زیاته کړه چې پولیس او د بیړنیو خدمتونو ډلې په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د میدان‌‌ښار روغتون او د کابل یوشمېر روغتونونو ته لېږدولي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پېښې په اړه څېړنې روانه دي.

یاده دې وي چې تېرې اوونۍ هم د اسلام‌قلعه ـ هرات پر لویه لاره یو مسافر وړونکی بس له یوه باروړونکي موټر او موټرسايکل سره د ټکر وروسته اور واخیست چې په پایله کې یې ۷۹ کسان مړه او دوه نور ټپیان شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام