Asset 1SWN

سلام وطندار

د پکتيکا اوسېدونکو پوهنې ریاست سره ۴.۳ ميليون افغانۍ مرسته کړې

پکتیکا پوهنې ریاست

د پکتيکا اوسېدونکو د پوهنې بهير د پياوړتيا لپاره له ښوونځيو سره څه باندې څلور ميليون افغانۍ مرسته کړې.

د پکتيکا پوهنې رياست نن شنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه ۴.۳ میلیون افغانۍ د ولس له لوري د روان ۱۴۰۴ کال تېرو څلورو میاشتو کې د دغه ریاست اړوند ښوونځیو سره شوي.

خبرپانه کې د پوهنې له بهیر سره د ولس له همکارۍ د مننې ترڅنګ زیاته شوې چې يادې مرستې د ښوونځيو فزيکي وضعيت په ښه‌والي کې مهمې دي او زده‌‌کوونکو ته هم خورا ښه پيغام له ځان سره ليږدوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو مرستو د ښوونځيو بیارغونې، تعلیمي اسانتیاوو برابرولو او د ښوونځیو د چاپېریال د ښه کولو چارې ترسره شوې دي.

په وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلک د ښوونځیو د ودانیو په جوړولو او یا د ښوونیزو وسایلو په وېشلو سره د زده‌کړې له سکتور سره همکاري کړې ده.

له دې سربېره خلکو په خپل شخصي لګښت سړکونه او عامه لارې رغولي او په نورو برخو کې یې هم له سرپرست حکومت سره مالي مرسته کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام