Asset 1SWN

سلام وطندار

پر افغانستان د پاکستان بریدونه؛ اسلامي امارت د غچ‌اخیستلو ګواښ کړی

د اسلامي امارت او پاکستان ځواکونو ترمنځ جګړه

د اسلامي امارت ځواکونو او د پاکستان پوځ ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ډزو تبادله لاهم روانه ده. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې د شنبې په شپه د پاکستان پوځ یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د کندهار پر دوو سیمو یې هوايي بریدونه کړي دي.

د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې، خو ټینګار کوي چې د پاکستان دا اقدام به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

په همدې حال کې د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو څانګې امر ضیاالرحمن سپین‌غر وایي چې پاکستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ولایت پر ځینو سیمو تر ۱۵۹ ډېر توغندي توغولي دي.

بل‌خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د ځینو انځورونو په خپرولو سره لیکلي چې د پاکستان د توغندیو د بریدونو له امله په کونړ کې د یوه ښوونځي ودانۍ ویجاړه شوې. د نوموړي په وینا، دا پېښه د کونړ د دانګام ولسوالي کې رامنځته شوې او د یادې ولسوالي د مرکزي ښوونځي ودانۍ ته زیان اوښتی دی.

پوځي شنونکي وایي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړو دوام د هېڅ هېواد په ګټه نه‌دی.

پوځي شنونکی اسدالله ندیم وایي: «له بده‌مرغه د نښتو دوام، د وینې تویېدنه او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوځي تقابل د هېڅ هېواد په ګټه نه دی؛ نه د افغانستان او نه هم د پاکستان. دا یوه ستونزه ده چې ښایي د ځینو مغرضو لورو لاسونه هم پکې دخیل وي او دامهال داسې وخت رامنځته شوې چې هم‌مهاله پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونه هم روان دي. له همدې امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې تر یوه حده تر سیوري لاندې پاتې شوې دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


سیاسي شنونکی مطیع‌الله ارین‌پور وایي: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو بېلابېلې منفي پایلې لرلې دي. له بده مرغه، انساني زیانونه، سوداګریز زیانونه او امنیتي ستونزې یې رامنځته کړې دي، چې نه یوازې په دواړو لورو کې د ملکي تلفاتو سبب شوي، بلکې د سوداګرۍ لارې هم تړل شوې او د سیمې د بې‌ثباتۍ خطر یې زیات کړی دی.»

له بل‌خوا چین هیله ښودلې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان تاوتریخوالی به راکم شي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان ویلي چې هېواد یې هیله لري افغانستان او پاکستان روان کړکېچ راکم کړي او د ستونزو د حل لپاره مستقیمو خبرو ته کېني.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو شیاویونګ د منځګړیتوب په موخه افغانستان او پاکستان ته سفر کړی دی.

تېره ورځ د اسلامي امارت د دفاع وزارت هم اعلان وکړ چې د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې افغان امنیتي ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د کونړ او ننګرهار اړوند سیمو کې د پاکستان پوځ یوه پوسته نیولې ده. د یاد وزارت په وینا، په دې نښته کې ۱۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام