پاکستان وايي چې د امریکا لهخوا د دوی سیال ګاونډي هند ته د پرمختللو وسلو ورکړې، دوی اندېښمن کړي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو دفتر ویاند شفقت عليخان په اسلاماباد کې اونیزې خبري غونډې ته وویل چې دا ډول اقدامات به سیمه کې د ځواک انډول ګډوډ کړي او د امنیتي وضعیت د خرابېدو لامل کېدای شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به د فبرورۍ پر ۱۸مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ګډون په موخه نیویارک ته سفر وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي سره د لیدنې پرمهال اعلان وکړ چې پر دغه هېواد به اېف-۳۵ جنګي جېټ الوتکې وپلوري.
د جنګي جېټالوتکو له پلور سربېره، دواړو مشرانو د یوې نوې ۱۰ کلنې دفاعي همکارۍ د تړون په اړه هم خبرې کړي چې موخه یې، هوا، ځمکه، سمندر، فضا او سایبر برخو کې د همکارۍ پراخول دي.
ټرمپ همداراز ټينګار وکړ چې هند سره د سوداګرۍ په اړه شته ستونزې به هوارې کړي.
هند او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي چې د کشمیر لانجمنې سیمې پر سر څو ځله نښته کړې او بېلابېلو برخو کې له یوه بل سره کلکه سیالي لري.