د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ کې نن یکشنبه، اپرېل ۱۳مه لاهور قلندرز له کوېټه ګلاډیاټورز سره سیالي وکړي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن شپه ۷:۳۰ بجې د پاکستان په راولپنډۍ کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.
کوېټه ګلاډیاټورز خپله لومړۍ لوبه کې پېښور زلمي لوبډلې ته ماته ورکړه او د یاد لیګ د لوبډلو جدول کې لومړی ځای لري.
لاهور قلندرز بیا په یوې ماتې سره د جدول پنځم ځای خپل کړی دی.
د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو لوبو کې قلندرز درې ځلې او ګلاډیاټورز بیا دوه ځلې بریاوې خپلې کړې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پاکستان سوپر لیګ تېره جمعه، پیل شو چې دوه افغان لوبغاړي نجیبالله ځدراڼ د پېښور زلمي او محمدنبي د کراچي کنګز لپاره لوبېږي.
د یادو سیالیو په پرونیو لوبو کې کراچي کنګز ملتان سلطانز او کوېټه ګلاډیاټورز، پېښور زلمي لوبډلې ته ماته ورکړه.
تر دې مهاله د یاد لیګ درې لوبې شوي چې کوېټې، اسلاماباد او کراچي خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې دي.