Asset 1SWN

ایران ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر لغوه شوی

shehbaz-sharif-afp

یو‌شمېر رسنیو د ایران فارس نیوز له قوله راپور ورکړی چې د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی دی.

ویل کېږي چې ایران ته د شهباز شریف سفر د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان په لارښوونه لغوه شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا د پاکستان سما رسنۍ  راپور ورکړی چې د شریف روغتیا ښه نه‌ده او د نوموړي پر ځای د هغه مرستیال محمداسحاق ډار ایران ته سفر کړی دی.

د یادې رسنۍ په راپور کې ویل شوي چې شهباز شریف ناروغ دی او د سه‌شنبې ورځې ټولې غونډې او لیدنې یې لغوه کړې دي.

دغې رسنۍ د نوموړي د ناروغۍ په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي.

محمداسحاق ډار چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه هم دنده کوي، د لومړي وزیر د مرستیال په توګه د دې دندې ترڅنګ نن سه‌شنبه، جولای ۳۰مه تهران ته تللی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړی به د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د پاکستاني پلاوي مشري وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام