د هند په کوربهتوب په روان نړیوال جام کې د نیوزیلنډ کرېکت ملي لوبډله نن د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ۹:۳۰ بجې د هند د «ام چیناسوامي لوبغالي کې ترسره شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې تر دا مهاله په روان نړیوال جام کې له اوو سیالیو درې ګټلي او څلور یې بایللې دي. افغانستان هم دې نړیوال جام کې پاکستان ته ستره ماته ورکړه.
که څه هم نیمه پایلوبې ته د پاکستان د تلو هیلې له خاورو سره خاورې شوي، خو دغه لوبډله به هڅه کوي، څو خپلې پاتې دوه لوبې وګټي او د نورو لوبډلو د بریا او ماتو پر بنسټ نیمه پایلوبې ته لاړه شي.
خو نیمه پایلوبې ته د پاکستان تګ خورا ستونزمن دی. بلخوا نیوزیلنډ چې روان نړیوال جام ښکلی پیل کړی و، خو وروستیو څو لوبو کې یې ښې سیالۍ نهدي کړي او له کړیو اوو لوبو یې څلور ګټلي او درې یې بایللې دي.
د پاکستان پر وړاندې د نیوزیلنډ بریا به نیمه پایلوبې ته د افغانستان تګ هم ستونزمن کړي، ځکه افغان لوبډله او نیوزیلنډ دا مهال اته-اته امتیازونه لري. خو دغه لوبډله له ماتې سره مخ کېږي، نو افغانستان باید خپلې پاتې دوه لوبې وګټي. اسټرالیا او سوېلي افریقا هغه لوبډلې دي چې افغان لوبډله باید ورسره سیالي وکړي.
په وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې نیوزیلنډ یوازې یو ځل پاکستان ته ماته ورکړې او پاکستان بیا له دې لوبډلې څلور لوبې ګټلې دي.
د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه افغانستان نیدرلنډز ته په اووو وېکټو ماته ورکړه. دا په روان نړیوال جام کې د افغانستان څلورمه بریا وه چې ترلاسه یې کړه.