Asset 1SWN

پاکستان د ۳میلیارډ ډالرو پور ترلاسه‌ کولو لپاره له ای‌اېم‌اېف سره غږېدلی

GIo0FA1WUAAz-4L

د پاکستان مالیې وزارت چارواکي وايي چې د درې میلیارډ ډالرو پور ترلاسه کولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق (ای‌اېم‌اېف) له پلاوي سره غږېدلي دي.

دغه لیدنه چې د یاد هېواد پلازمېنې اسلام‌اباد کې شوې، د پاکستان مالیې وزیر اورنګزېب‌ خان او د ای‌اېم‌اېف پلاوي مشري نېټن پورټر د دغه هېواد د اقتصادي او مالي چارو د دویمې ارزونې په تړاو په‌کې خبرې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان مالیې وزارت د مارچ پر ۱۴مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه ارزونه به څلور ورځې دوام وکړي او هېله‌ یې څرګنده کړې چې پور به ترلاسه کړي.

د وزارت په وینا، که دغه ارزونه بریالۍ شي، ای‌اېم‌اېف به دغه هېواد ته ۱.۱ میلیارډ ډالر پور ورکړي. دغه پور په قسط ورکول کېږي.

ای‌اېم‌اېف د روان کال جنورۍ کې هم دغه هېواد ته ۷۰۵ میلیونه ډالر پور ورکړی دی.

پاکستان له ۲۰۱۹ کال راهیسې له اقتصادي ناورین سره مخ دی چې هماغه کال یې د پیسو نړیوال صندوق څخه د شپږ میلیارډ ډالرو پور ترلاسه کولو درې کلن هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پاکستان د نوي پور ترلاسه کولو دغه هڅې داسې مهال پیل کړي چې دغه هېواد کې د ډالرو پر وړاندې د روپۍ ارزښت لوېدلی او د بهرنیو اسعارو زېرمې په کمېدو دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام