Asset 1SWN

پاکستان؛ د کېبلي زانګو کابین کې ایسار کسان له ۱۵ ساعتونو وروسته ژغورل شوي

a96ca4e1-0730-4e04-901f-3b06c63fdea0_31c7491f

پاکستان کې چارواکي وايي چې د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند سیمه کې د کېبلي زانګو په یوه کابین کې ایسار پاتې اته کسان له ۱۵ساعتونو وروسته ژغورل شوي دي.

دغه کسان پرون سه‌شنبه د اګسټ ۲۲مه د خېبرپښتونخوا ایالت په بټګرام کې د سیند د پاسه د کېبلي زانګو د یوه مزي له شلېدو وروسته د ۱۵ ساعتونو لپاره په کابین کې بند پاتې وو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ایسارو کسانو کې اووه ماشومان هم شامل وو چې ټول ژغورل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انورالحق کاکړ له قوله ویلي: «ټول ماشومان په بریالیتوب او خوندي توګه ژغورل شوي دي.»

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر د پیغام رسولو پر فلېټ فارم اېکس لیکلي: «د پوځ ژغورونکو، محلي مسوولانو او د سیمې خلکو له لوري ښه ډله‌ییزه هڅه او کار شوی.»

د ژغورنې عملیات له دې امله له ننګونو سره مخ وو چې سیمه کې تند بادونه لګېدل او د چورلکې د وزرونو له امله د کابین د غوځېدو او لوېدو وېره هم وه.

د چارواکو په وینا، د کېبلي زانګو په کابین کې ایسار شوي کسان د ښوونځي زده‌کوونکي وو چې سهار ۷بجې له دې پېښې سره مخ شول.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه زانګو له ځمکې شاوخوا ۲۷۵ کیلومټره لوړه ده چې خلک ترې له یوې سیمې بلې ته د تګ‌راتګ لپاره کاروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام