Asset 1SWN

د لوګر عامې روغتیا ریاست سره د اکسیجن تولید د دستګاوو مرسته وشوه

dbcf8bde-1c22-4cfc-9fab-5b6fc1e130e5

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د بې‌پولې ډاکټرانو نړیوالې ټولنې (MSF) له لوري‌ د لوګر له عامې روغتیا ریاست سره د ۴زره یورو په مالي لګښت د اکسیجن د تولید د دوه دستګاوو مرسته وکړه.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست رییس حافظ سیدالرحمن قادري سلام‌وطندار ته وویل، یاده مرسته د لوګر عامې روغتیا ریاست په غوښتنه د بې‌پولې ډاکټرانو نړیوالې ټولنې (MSF) له لوري شوې چې موخه یې بېړنو او تنفسي ناروغانو ته پر وخت د اکسیجن رسول دي.

نوموړي زیاته کړه، د یادو دستګاوو د فعالیت له پيل سره به په لوګر کې روغتیايي خدمات پياوړي شي او ناروغانو ته په خپل وخت د اړتیا له مخې اکسیجن ورسېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


حافظ زیاته کړه، مرسته شوې دستګاوې په پرمختللي سېستم سره سمبال دي او اړتیا ده کارکوونکو ته یې معیاري روزنه ورکړل شي.

د لوګر مرکز پل‌علم یوه ناروغ لرونکي عبدالنبي سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې د بې پولې ډاکټرانو نړیوالې ټولنې له لوري د اکسیجن د تولید دستګاوو مرسته وشوه.

هغه وویل، زه خپله په کور کې تنفسي ناروغ لرم او اکسیجن ورته له پلازمینې کابل څخه راوړم او له دې وړاندې لوګر کې دغه خدماتو شتون نه درلود.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام