د ازبکستان پلازمېنې تاشکند هوايي ډګر ته نږدې د یوې چاودنې له امله یو کس وژل شوی او ۱۶۲ نور ټپیان دي.
چاودنه نن پنجشنبه د سپټمبر ۲۸مه هوايي ډګر ته نږدې په یوه ګُدام کې شوې چې له کبله یې شاوخوا ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.
د ازبکستان روغتیا وزارت په یوه بیان کې ویلي، چاودنه کې یو ځوان هلک وروسته له هغې ووژل شو چې د چاودنې له امله د ماتې شوې کړکۍ دړې پرې راولوېدې.
د وزارت په بیان کې همداراز راغلي چې ۱۳۸ ټپیان له روغتون رخصت شوي او ۲۴ نور بیا د ټپونو له امله روغتونونو کې بستر دي.
د ازبکستان د بېړنیو چارو وزارت هم په یوې خبرپاڼه کې د پېښې د پلټنې خبر ورکړی او په وینا یې، وضعیت تر کنترول لاندې دی.
په ورته مهال ازبکستاني چارواکو ویلي چي هوايي ډګر کې د الوتکو الوتنې په عادي توګه روانې دي او په وینا یې، د چاودنې له کبله د الوتنو بهیر نه دی ټکنی شوی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
تراوسه د یادې چاودنې لامل نهدی روښانه شوی او نه هم چارواکو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه ویلي دي.