Asset 1SWN

سلام وطندار

ميدان‌وردګ کې يو کس لېوانو داړلی او وژلی یې دی

لېوهـ wolf

د ميدان‌وردګ امنیې  قومنداني چارواکي وايي چې دغه ولایت کې لېوانو یو کس داړلی او وژلی یې دی.

پېښه تېره ورځ «پنج‌شنبه، کب درېیمه» د دغه ولایت د جلرېز ولسوالي په «سیاه خاک» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ميدان‌وردګ امنيه قومنداني څخه سلام وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وژل شوي کس جسد د امنیتي ځواکونو له لوري مرکز ميدان‌ښار ته لېږل شوی او تراوسه معلومه نه ده چې ياد کس د کوم ځای اوسېدونکی دی.

خبرپاڼه کې له ولسي خلکو غوښتل شوي چې د وژل شوي کس د کورنۍ په موندلو کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

میدان‌وردګ کې دغه کس داسې مهال لېوانو داړلی او وژلی یې دی چې له دې وړاندې هم د هېواد په نورو ولایتونو کې لېوانو خلک داړلي او ځینو یې له امله خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام