Asset 1SWN

سلام وطندار

د کابل شهرنو چاودنه کې یو چینايي او ۶ افغانانو ژوند بایللی

G_BmyhkWkAAhVFu

د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، د شهرنو د تېرې ورځې چاودنې پر مهال یو چینایي وګړي او شپږو افغانانو ژوند بایللی.

هغه پر ایکسپاڼه لیکلي چې تېره ورځ شاوخوا درې بجې د کابل ښار د شهرنو په ګلفروشي کوڅه کې د چينايي مسلمان او افغانانو ګډ رستورانت Chinese Noodle کې چاودنه شوې.

ده ویلي، رستورانت د يو چينايي مسلمان عبدالمجید او د ده د ميرمنې او يو تن افغان عبدالجبار محمود له لوري په ګډه چلول کېده.

د نوموړي په وینا، په دغه چاودنه کې یو تن چينايي تبع ایوب چې مسلمان و او ۶ افغانانو ژوند بایللی او څو نور ټپيان دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خالد ځدراڼ همدارنګه ویلي چې د چاودنې څرنګوالی تراوسه نه دی روښانه شوی او په اړه یې څېړنې روانې دي.

ورته وخت کې د کابل کې ایمیرجنسي روغتون ویلي، شهرنو سیمه کې له چاودنې وروسته دغه روغتون ته ٢٠ کسان د درملنې لپاره ور وړل شوي.

دغه روغتون هم پر ایکسپاڼه لیکلي چې د دغو کسانو له ډلې ٧ یې ژوند بایللی دی.

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د کابل ښار د تېرې ورځې چاودنې مسوولیت د داعش ډلې منلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام