Asset 1SWN

د لغمان مسوولان: د کوکنارو کښت ته اجازه نشته؛ کروندګر: ځکه مو کرلي چې ګټه کوي

لغمان-

که څه هم واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت، پېر او پلور بندیز ولګول شو، خو بیا هم یوشمېر سیمو کې په سلګونه جریبه ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

د معلوماتو پر بنسټ، لغمان له هغو ولایتونو دی چې ځینو ولسوالیو کې یې کروندګرو په پټه کوکنار کرلي، خو د دغه ولایت د امنیې قومنداني د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر قاري ادریس وویل، د نشه‌يي توکو کښت ته اجازه نه‌ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، کروندګر باید د کوکنارو پرځای، نور حلال کښتونه وکري او سرپرست حکومت هم ورسره دې برخه کې مرسته کوي؛ خو که کوکنار کري، نه یوازې دا چې کښتونه یې اړول کېږي؛ دوی به هم ونیول شي.

هغه وویل: «د الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې زموږ او له مرکز څخه د راغلي پلاوي په ګډون د کوکنار اړولو کمپاین روان دی. تراوسه مو ۴۱ جریبه او ۱۰ بسوې اړولي او سلګونه جریبه بېرته خلکو خپله اړولي. ځینو سیمو کې زموږ له لوري عامه پوهاوی روان دی چې خلک یې خپله واړوي.»

یوشمېر کروندګر بیا وايي، د بد اقتصادي وضعیت او هېواد کې د کار زمینې نه‌شتون په دلیل یې کوکنار کرلي. د هغوی په وینا، د کوکنارو کښت د نورو هغو په پرتله د دوی له اقتصادي وضعیت سره زیاته مرسته کوي.

د لغمان اوسېدونکي احمد وویل: «کوکنارو مو ځکه کرلي چې له یو لوري زموږ لپاره ډېره ګټه کوي او له بل لوري اوبه کمې خوري. سږکال وچ‌کالي دي، ورښتونه نشته او اوبه کمې دي؛ نو ځکه مو د نورو کښتونو پرځای کوکنارو ته مخه کړه.»

د کروندګرو په وینا، دا چې نور کاروبار نه‌لري او که له کوکنارو پرته بل کښت وکړي، ان خپل کړی لګښت هم نهشي ‌پوره کولی.

د کرنې برخې یوشمېر کارپوهان د کوکنارو کښت بندېدو په برخه کې د حکومت اقدام ستايي؛ خو غوښتنه کوي چې کروندګرو سره باید د بدیلو کښتونو په ورکړه کې مرسته وشي.

د کرنې برخې کارپوه عوض خان شیرزاد وویل، که خلکو سره د بدیل کښت په برخه کې مرسته وشي یا عامه پوهاوی ورکړل شي، نو کروندګر د کوکنارو کښت ته مخه نه‌کوي.

هغه وویل: «د کوکنارو پر کښت بندیز یو ډېر ښه اقدام دی؛ خو ښه خبره دا ده، چې له کروندګرو سره د بدیلو کښتونو په ترویج، په دې اړه عامه پوهاوي او نورو برخو؛ په ځانګړي ډول د دوی محصولاتو ته د مارکېټ پیداکولو برخه کې مرسته وشي، نو زه فکر کوم، چې بیا به هیڅوک د کوکنارو او نورو نشه‌يي توکو کښت ته مخه نه کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له مخدره توکو سره د مبارزې معینیت مسوولانو تر دې وړاندې سلام‌وطندار سره خبرو کې ویلي وو، تېرو دوو کلونو کې یې پر ۱۵زره او ۳۰۰ هکتاره ځمکه کرل شوي کوکنار له‌منځه وړي او کروندګرو ته د کوکنارو بدیل کښت برخه کې له کرنې وزارت سره پر همغږۍ پر یو لړ پروګرامونو کار کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام