د غربي نورستان چې درې ولسوالي دواب، منډول او نورګرام په کې شاملېږي، یوشمېر اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي، مرکزي نورستان په ځانګړې توګه مرکز پارون ته د تګراتګ پرمهال ستونزو سره مخ دي.
دوی وویل، د غربي او مرکزي نورستان ترمنځ ۴۷ کیلومتره سړک دې، چې د جمهوري نظام په وروستیو وختونو کې یوازې په لومړني شکل جوړ شو، په اساسي ډول ورغول شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغوی په وینا، دغه سړک د موټرو لپاره اسانتیاوې نهلري او نهشي کولی په خپل وخت مرکز پارون ته ورسیږي.
د منډول اوسېدونکي احمد وویل: «مونږ له ډیر زیاتو مشکلاتو سره مخ وو، د مرکز له خلکو سره مو مړی ژوندی درلود؛ خو ورتګ مو ورته ډېر سخت وو.»
د دواب ولسوالي اوسېدونکي رحمتشاه وویل: «که ووایم دا سړک نه؛ بلکې یوازې لاره ده، چې د موټرو لپاره هغه ډول اسانتیا نشته، لکه نورو سړکونو کې، زما هیله دا ده، چې دا سړک په اساسي ډول ورغول شي؛ ترڅو پرې پلي او سپاره خلک ټول په اسانه تګ راتګ وکړي.»
د نورګرام ولسوالي اوسېدونکی امیرمحمد بیا وایي، مرکز پارون کې به یې چې کار پیدا شو، تر هغه ځایه تلو به ان دوه ورځې وخت نیوه، خو اوس چې د غربي او مرکزي نورستان ترمنځ سړک نښلول شوی، ستونزې یې یو څه راکمې شوی.
نوموړي وویل: «مونږ به چې کله مرکز کې کار پیدا شو نو اوله به لغمان ته راتلو بیا ننګرهار، بیا کونړ او بیا به نورستان ته تللو چې مونږ ته به یو ځل تلل پنځه زره افغانۍ تمامیدل نو ګیره سخته وه اوس دا لاره جوړه شوه خو بیادهم واړه موتر سم نشي تللای که لږ نور کار هم پری وشي یا قیر یا کانګریټ نو نوره اساني به هم راشی.»
د نورستان ځايي مسوولان ډاډ ورکوي چې په دې اړه یې له یوشمېر موسسو سره خبرې کړې او تمه یې ورکړې چې دا سړک به ورته په اساسي ډول جوړ کړي.
د نورستان د کلیو او پراختیا رییس مولوي احسانالله احمد وویل: «مونږ پلان لرو چې نوي کال کې دا سړک پراخ او پاتې چارې یې بشپړې کړو، د یواینډيپي له چارواکو سره مو هم خبرې کړي او ډاډ یې راکړی چې د دغه سړک لس کیلو متره به راته ورغوي، له اسلامي امارت هم هیله لرو چې په دې اړه بودجه ځانګړې او دا سړک جوړ کړي.»
د نورستان د کلیو او پراختیا رییس زیاتوي چې د غربي او مرکزي نورستان ترمنځ د ۴۷ کیلومتره سړک تر پخېدو وروسته به د منډول، دواب او نورګرام ولسوالیو اوسېدونکي په اسانۍ مرکز پارون ته تګ راتګ وکړي.