دې وروستیو کې له ایرانه د افغانانو د بیرته راستنېدو لړۍ په پراخېدو سره، د ناروې دولت ویلي چې د بیرته راستنېدونکو افغانانو وضعیت ته د رسېدنې لپاره یې ۱۰ میلیون نارویژي کرون چې یو نژدې میلیون امریکايي ډالر کیږي، افغانستان ته ځانګړي کړي.
د ناروې بهرنیو چارو وزارت نن (دوشنبه، سرطان ۹مه) پر اېکسپاڼه لیکلي، دغه مرسته له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو کچې زیاتېدو په ځواب کې ترسره کیږي.
دغه لس میلیون نارویژي کرون د دغه هېواد له بېړنۍ بشري بودیجې څخه د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ ته ځانګړي شوي، ترڅو د بیرته راستنېدونکو لومړنیو اړتیاوو ته د رسېدنې په برخه کې ولګول شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ناروې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د جبري ستنولو لړۍ په چټکه کېدو سره، افغانستان کې لومړنۍ اړتیاووې مخ په زیاتېدو دي او دغه هېواد روان وضعیت ته د ځواب ویلو لپاره دغه بودیجه ځانګړې کړې ده.
دغه مرسته داسې مهال کیږي چې په ۲۰۲۵ کال له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د راستنېدو بهیر چټک شوی، ان تر دې چې په دوو ورځو کې له ایرانه شاوخوا ۶۰ زره افغانان هېواد ته راګرځول شوي دي.



