د شمالي کوریا دولتي رسنۍ وايي، د جګړې پېښېدو پرمهال که د دغه هېواد مشر کېم جونګ اون، امر وکړي، شماليکوریا به خپل ټول دښمنان په بشپړه توګه لهمنځه یوسي.
دغه څرګندونې د شمالي کوریا پوځي مشرانو د کوریا د جګړې ۷۱یمه کلیزې نمانځغونډه کې کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د شمالي کوریا پوځي چارواکو چې د سمندري ځواکونو قومندان هم پهکې شامل دی، یاده غونډه کې د امریکا او سوېلي کوریا پر وړاندې د زیاتېدونکې کرکې له امله تندې څرګندونې وکړې.
امریکا او شمالي کوریا رسمي ډيپلوماټیکې اړیکې نهلري او د تاوتریخوالي کمولو او د شمالي کوریا د بېوسلې کولو په اړه خبرې له ۲۰۱۹ راهیسې په ټپه درېدلې دي.
د شمالي کوریا دولتي رسنیو په دې وروستیو کې ویلي چې دوی تمه نهلري چې په سپینه ماڼۍ کې راتلونکی کس څه بدل کړي.
یادو چارواکو پر امریکا او سوېلي کوریا تور پورې کړ چې اټمي جګړې ته لمن وهي، خو په وینا یې، دوی به جګړې ته ځان پیاوړی کوي چې وکولی هر وخت او هر کله خپل دښمن له پښو وغورځوي.
شمالي کوریا د ۱۹۵۳ د جولای په ۲۷مه له امریکا او چین سره د اوربند هوکړه لاسلیک کړه چې ورسره درې کلنه جګړه پای ته ورسېده.
امریکايي جنرالانو دغه هوکړهلیک د ملګروملتونو ځواکونو لهخوا چې د سوېلي کوریا ملاتړ یې کاوه، لاسلیک کړ.
شمالي کوریا دغه ورځ د بریا ورځ په توګه نمانځي، خو سوېلي کوریا بیا دغه ورځ د کومې ځانګړې ورځې او پېښې په تړاو نهده نومولې.