Asset 1SWN

غیرمعیاري راټولوونه؛ پکتیا کې د «چهارمغزو» حاصلات کم شوي

charmaghz 1

په پکتیا کې په لویه کچه د چهارمغزو باغونه شتون لري، خو په غیرمعیاري توګه د چهارمغزو د حاصلاتو راټولونې، حاصلات کم او ونو ته یې هم زیانونه اوښتي دي.

خو دغه ولایت کې د چهارمغزو د معیاري ټولونې لارو چارو نشتون له امله هغه ډول چې په‌کار ده، د یادې مېوې بڼوالۍ وده نه‌ده کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چهارمغزو ونې د پکتیا په ۱۲ ولسوالیو کې کلونه پخوا د خلکو له‌ لوري په غیرې معیارې ډول، د غرنو په لمنو کې په پاشلي ډول کرل او ساتنه یې کېږي چې کرنې ریاست او موسسو تراوسه د یادې وچې مېوې د بڼوالۍ د معیاري کېدو لپاره کوم عملي ګامونه نه‌دي اخیستي.

د پکتیا د لهجه‌منګل ولسوالي یوه اوسېدونکي عبدالرشید سلام‌وطندار ته وویل، کلي کې یې شاوخوا ۱۵ د چهارمغزو ونې شته، خو وایي، په کوم کال چې یې حاصلات له ناروغیو او طبیعي افتونو خوندي وي، له یادو ونو شاوخوا ۵۰ زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي.

دغه بڼوال زیاتوي، د دوي په سیمه کې کاغذي، متوسط او کلک چهارمغز ښه حاصل ورکوي چې د حاصلاتو راټولولو پرمهال یې یو کیلو له ۱۲۰ افغانیو تر ۱۵۰ خرڅېږي.

د نوموړي په وینا، تراوسه د دې مهمې وچې مېوې د حاصلاتو راټولونې او ساتنې لپاره مسوولو ادارو او همکارو موسسو کوم پوهاوی نه‌دی ورکړی چې په کار ده ورته پاملرنه وشي.

هغه وویل:«که په عامه اصطلاح ورته ووایو موږ غټې او اوږدې ډانګې ورته راپرې کړو چې څانګو ته رسیږي، بیا یو کس د ونې غټو شاخونو ته ور پورته کیږي بیا نو څانګې په ډانګه وهي بیا چارمغز راتویږي او وروسته یې ټولوو. تر اوسه هیچا ته هم عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی نو ټول یې په غیرې معیاري ډول باندې راشکوي هغه چې د راتلونکي لپاره هم کومه میوه نیسي هغه له منځه ځی نو همدا لامل دی چې حاصلات کال په کال کمیږي ځکه خلکو ته عامه پوهاوی ندی ورکړل شوی.»

 د احمد‌خېلو ولسوالي اوسېدونکي حاجيمحمد سلام‌طندار ته وویل چې تراوسه ورته د کرنې ریاست او موسسو له‌خوا د چهارمغزو حاصلاتو د سمې راټولونې لپاره کوم وسایل نه‌دي ورکړل شوي.

هغه وویل چې دی او په سیمه کې یې نور خلک چهارمغز د ونو څخه په اوږدو لرګیو وهي چې ډېری وخت ورسره د ونې څانګې زیان ویني.

حاجي محمد زیاته کړه، دوی په خپله سیمه کې د چهارمغزو پلور په دانو کوي چې له یوې تر درېوو افغانیو یو دانه چهارمغز خرڅوي. نوموړی له کرنې ریاست غواړي چې د چارمغزو د حاصلاتو زیاتیدو او بڼوالۍ پراختیا لپاره کرنیز وسایل او تخنیکي امکانات برابر کړي.

ده وویل:«خامخا ځکه ځینې داسې سخت چارمغز دي چې تر مني پورې هم نه پخیږي نو چې په ډانګه یې ووهې خامخا څانګه ماتیږي هغه ځینې سخت چې پکې پاتې وي هغه چې ووهې حتمن څانګه ماتوي نو موږ ته هیچا هم وسایل ندي راکړي چې ووایې په دې باندې دا کار وکړی چې اسانه وي.»

د بڼوالۍ د برخې کارپوهان هم وایي چې تراوسه د چارمغزو راټولونه په پخوانۍ بڼه ترسره کړي او دې چارې نه یوازې پر حاصلاتو ناوړه اغېزه کړې ده بلکې ونې هم له زیان سره مخ کړې دي.

د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد سیف الله منګل وايي، په کومه بڼه چې اوس د چارمغزو حاصلات راټولیږي، مسلکي نه دي او په اوږد مهال ددې ارزښتمنې مېوې حاصل ورسره نور هم کمېدلای شي.

نوموړی ددې تر څنګ چې له مسؤلینو د پاملرنې هیله کوي، له بڼوالو هم غواړي چې د ونو ساتنې ته پام وکړي، د حاصلاتو راټولولو پرمهال یې په ډبرو ونه ولي، او په اوږدو ډانګو یا لرګیو وهل یې ونې زیانمنوي.

د پوهنتون استاد دغه راز تر پخیدو وړاندې د چارمغزو راټولول د لرګیو یا ډبرو په وسیله، د مېوې کیفیت ته زیان رسونکي یادوي چې خرڅلاو کې یې له ستونزو سره مخ کېدلای شي.

هغه وویل: «د غیرې معیاري طریقو زیانونه دا دي چې کله چې میوې د لښتو یا د تیږو په ذریعه وویشتل شي یا هغه نورې غیرې معیاري طریقې چې چارمغزو لپاره کارول کیږي ډېر زیانونه لري  یو خو دا ده چې په غیري معیاري طریقو سره د ونو شاخونه ماتیږي کله چې شاخونه مات شول حاصل یې هم کمیږي او په زور سره  هغه میوې چې پخې وي هغه هم تویږي او هغه میوې چې پخې نه وي هغه هم غورځي نو کله چې خامې میوې توې شي بیا یې پوستکی تور وي او همدا شان د پاکولو برخه کې هم ستونزې لري.»

د چارمغزو سوداګر وایي چې لا هم پکتیا کې د چارمغزو حاصلاتو په تړاو کومه دقیقه سروې نده تر سره شوې او په خبره یې چې پکتیا کې له ډېر پخوا د چارمغزو ونې کرل کیږي.

علي احمد چې پکتیا کې د چارمغزو محلي سوداګر دی وایي، تېر کال د چارمغزو د پلور بازار پیکه وه او په وینا یې چې د پکتیا چارمغز دوی په نورو سوداګرو پلوري او له هغه وروسته مرکز کابل او نورو ولایتونو ته وړل کیږي.

نوموړي وویل:«سږ کال یې قیمتونه بیخي ټیټ و او هغه بل کال یې قیمتونه ښه و خو دا سږ کال بیخي کمزوری و ځکه سوداګر یې نه وو نو په خلکو باندې پاتې هم دي موږ چارمغز په من باندې نه خرڅوو بلکې زر چارمغز په دوه زره، دوه نیم زره، خو له یو نیم زره یې ښکته نه ورکوو.»

د پکتیا د کرنې ریاست مسولان هم تاییدوي چې د وسایلو د نشتون له امله اوس هم دې ولایت کې چارمغز په عنعنوي طریقو راټولیږي.

د پکتیا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ځنګلاتو عمومي مدیر اصف الرحمن سلام وطندار ته وویل چې په تقریبي ډول پکتیا کې په نهه زره هکټاره ځمکه باندې د چارمغزو ونې په پاشلي ډول ولاړې دي چې د کال ترې تقریبا ۵۰ زره کیلو ګرامه حاصل تر لاسه کیږي.

هغه وویل د چارمغزو د تولید د زیاتوالي لپاره یې له تېرو څو کلونو راهیسې هڅې پیل کړي دي. «د چارمغزو د تولید په خاطر زموږ برنامه له تېرو څو کلونو راهیسې جریان لري نو له ۱۳۹۸ کال کې مو په ټولو ولسوالیو کې ۳۶۰ قوریې جوړې کړې وې چې هره یوه کې یې ۳۰۰۰ زره چارمغزو نیالګي تولید کېدل، څه یې رسیدلي و یو څه اندازه مو انتقال کړي هم دي او تحول چې راغی ځینې یې په قوریو کې پاتې شول.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د بڼوالۍ د برخې کارپوهان په دې باور دي که پکتیا او ځینې نورو ولایتونو کې د چارمغزو بڼوالۍ د عصري کېدو لپاره کار وشي، د لرې پرتو سیمو خلکو په اقتصاد مثبت اغیز کولی شي او ډېری کورنۍ به خپلې ورځنۍ اړتیاوې له دې لارې پوره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام