د نیوزیلنډ په کوربهتوب د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې له سریلانکا څخه د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ ۲-۱ وګټله.
په دغه لوبه کې د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوړې کړې.
د سریلانکا لپاره په توپوهنه کې کوشال منډېس ۷۳ او کوشال پرېرا تر ټولو زیاتې ۳۳ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې د نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف د وروستي اوور په پنځم بال ترلاسه او بریا یې خپله کړه. ټېم سایفرټ ۸۸ او ټام لېټم ۳۱ منډې وکړې.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډله به له دې وروسته پاکستان ته سفر کوي او د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې به روانه اپرېل میاشت کې د شل اووره او یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.