د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډله نن په خپل کوربهتوب د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې سره درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن سهشنبه د سپټمبر ۲۶مه د بنګلدېش په «شېربنګلا کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.
د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې د درېوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه کې بنګلدېش ته په ۸۶ منډو ماته ورکړې ده. د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه د باران له کبله بېپایلې پای ته رسېدلې ده.
د بنګلدېش او نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې نیوزیلنډ څلور ګټي او یوه لوبه د باران له امله بېپایلې اعلان شوې ده.
د نیوزیلنډ او بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلو بیا په خپلو کړیو وروستیو پنځیو یو ورځنیو سیالیو کې یوازې یوه لوبه ګټلې، درې یې بایللي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
بنګلدېش به نننۍ لوبه کې د بریا هڅه کوي، څو دغه لوبلړۍ مساوي کړي. دواړه لوبډلې به له یادې سیالي وروسته د هند په کوربهتوب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.