Asset 1SWN

سلام وطندار

له ایران او پاکستان نږدې ۴۰۰۰ کسان راستانه شوي

۱راستانه شوي-کډوال-ایران

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولان وايي چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه نږدې ۴۰۰۰ کسان هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۷۰۸ کورنۍ چې ۳۹۰۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

یاد راستانه شوي د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز ورېښمو پُل، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپین‌بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د خبر له مخې، تېره ورځ ۱۰۶۴ راستنې شوې کورنۍ چې ۵۷۳۵کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوي او له ۷۸۲ کورنیو سره مرسته شوې ده. یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۸۰۲ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام