د هلمند لښکرګاه ښار اړوند «رېګستان» سیمه کې د فرعي ګمرکاتو ریاست مسوولانو ۲۸ ټنه او ۹۰۹ زره کېلوګرامه بېکیفیته او قاچاقي درمل وسوځول.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد سلاموطندار ته وویل، دغه درمل د څه کم دوو میاشتو په موده کې د ګرځنده ټیمونو له خوا د لښکرګاه ښار په امنیتي حوزو او یو شمېر نورو سیمو کې نیول شوي وو چې تېره ورځ د اړوند پلاوي په حضور کې له منځه یوړل شول.
هغه وویل، مسوولان به خپلې هڅې لا زیاتې کړي، څو له ګاونډي هېواد پاکستان څخه هېواد ته د ناقانونه، بېکیفیته او قاچاقي درملو د واردېدو مخه ونیول شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«دا درمل بېکیفیته او تاریخ تېر وو چې د ناروغانو د روغېدو پر ځای ورته جدي زیان رسوي او ان د مړینې لامل ګرځي.»
د لښکرګاه ښار اوسېدونکو محمد نعیم او عبدالقدوس وویل: «موږ د فرعي ګمرکاتو له مسوولانو مننه کوو، ځکه که دا درمل بازار ته وتلي وی، زموږ ډېر ناروغان به له جدي ستونزو سره مخ شوي وو، باید دا لړۍ جاري وساتل شي.»
«له پاکستان څخه د قاچاقي درملو واردات زموږ د ټولنې لپاره لوی ګواښ دی، د چارواکو دا اقدام د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره مهم ګام دی.»
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د فرعي ګمرکاتو ریاست د ګرځنده ټیمونو له لوري په سلګونه ټنه ناقانونه خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي او له منځه وړل شوي چې موخه یې د خلکو د روغتیا او خوندیتوب ساتنه بلل کېږي.