د افغانستان د ستنډرډ ملي ادارې ویاند عاشقالله وزیري سلاموطندار ته وايي چې د تېر یوه کال پر مهال یې څه باندې ۳۰۰۰ ټانکره بېکیفیته نفتي توکي بېلابېلو هېوادونو ته بېرته لېږلې دي.
د سټنډرډ ملي ادارې د ویاند په وینا، دا مهال ډېری ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته نفتي توکي واردېږي. هغه زیاتوي چې دغه اداره به هېواد ته د بېکیفیته نفتي موادو د رالېږد مخه نیسي.
عاشقالله وزیري همداراز وویل چې د سټنډرډ ملي اادارې مسلکي پلاوي د بېکیفیته نفتي موادو صادرونکو هېوادونو ته سفر کړی او له هغوی یې غوښتنه کړې چې افغانستان ته دې بېکیفیته نفتي توکي نه رالېږي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، افغانستان ته د نفتي موادو د صادرونکو هېوادونو ادارې ډاډ ورکړی چې افغانستان ته د بېکیفیته نفتي توکو د لېږد مخه به نیسي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
وزیري له سوداګرو هم غواړي چې هېواد ته د بېکیفیته توکو له وارداتو دې ډډه وکړي او د سټنډرډ ملي ادارې د معیارونو پر بنسټ دې انتقالات وکړي.