Asset 1SWN

د چاپېریال ساتنې ملي اداره: افغانستان دې د کوپا-۲۹ کنفرانس ته وروبلل شي

GU1zrECWYAA32fq

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان وايي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله اغېزمن شوی او د نړیوالو پام راړولو لپاره باید افغانستان د کوپا-۲۹ نړیوال کنفرانس ته وروبلل شي.

د کوپا-۲۹ نړیوال کنفرانس دا ځل د اذربایجان په کوربه‌توب ترسره کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان دغه څرګندونې نن سه‌‌شنبه، زمري ۲۳مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د «امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام» کې کړې دي.

د یادې ادارې مسوولانو په دې پروګرام کې وویل چې د کوپا-۲۹ نړیوال کنفرانس ته باید افغانستان وربلل شي څو په ریښتیني توګه د زیانمنونکو افغانانو استازیتوب وکړي او د هغوی د حقونو ترلاسه کولو لپاره، د نړیوالو پام افغانستان ته راواړوي.

مسوولانو زیاته کړه چې د سرپرست حکومت بیاځلې واکمنېدو راهیسې، یادې ادارې په دوامداره توګه هڅه کړې، څو نړیواله ټولنه قانع کړي چې چاپېریالي او د اقلیمي بدلون موضوع له سیاست سره تړاو نه‌لري او په وینا یې، د بشري او ټولنیزې ستونزې په توګه باید ورته وکتل شي.

بل‌خوا په تېر کال کې د یادې ادارې له‌ لوري په عامه او خصوصي سکتور کې د ۱۵۲۰ فعالیتونو او بېلابېلو پروژو د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو ارزونه شوې چې له ډلې یې، ۱۴۹۸ پروژې او فعالیتونه تایید او چاپېریالي اجازه لیکونه ترلاسه کړي او پاتې ۲۲ پروژې او فعالیتونه د چاپېریالي معیارونو د نه مراعتولو له امله رد شوي دي.

همدارنګه د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون برخه کې د ۵۸.۷ میلیون ډالرو په ټولیز ارزښت، د ۱۰ ځنډېدلیو پروژو د چارو پیلولو برخه کې هم د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

په ورته مهال د بندامیر ملي پارک، د پکتیا مندهیر، د بدخشان واخان او د کول حشمت خان په څېر د ساتل شویو ساحو له فزیکي او بیولوژیکي وضعیت څخه څارنه، د نورستان د ملي پارک د بایوفزیکي او اجتماعي سروې پیلول، د ۱۷۲۱۶ مختلف النوع مرغانو او ۲۵ وحشي حیواناتو د قاچاق مخنیوی او په بلخ او فراه ولایتونو کې د ندالشبأ او الغرافه د وحشي حیواناتو د نسلګرۍ له فارمونو څخه څارنه؛ په وروستي یوه کال کې د دې ادارې له نورو لاسته راوړنو څخه دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې تېرکال د څه باندې یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت، د چاپېریالي پروژو د پلي‌کولو په موخه، له غیر امارتي موسسو سره د همکارۍ پنځه تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام