Asset 1SWN

د ننګرهار نارنج‌ګل مشاعره؛ د هېواد او پښتونخوا شاعرانو پکې شعرونه واورول

سسس

د ننګرهار د نارنج ګل دودیزه کلنۍ مېله او مشاعره د هېواد د ګڼو ولایتونو د شاعرانو سربېره، له خېبرپښتونخوا څخه د راغلیو یوشمېر شاعرانو په ګډون جوړه شوه.

دا مشاعره چې د تېرو کلونو په څېر د پسرلي په لومړیو کې جوړه شوه، شاعرانو او ادب‌پالو په‌کې د شعر پر ژبه د نارنج‌ګل مشاعرې پر تاریخي ارزښت او د دودیزو مشاعرو پر اړتیاوو خبرې وکړې.

د مشاعرې ګډونوالو وویل، ننګرهار چې د نارنج په ګل ډېر مشهور دی، په‌کې هرکال د نارنج ګل مشاعره جوړېږي.

د مشاعرې د جوړښت او د نارنج ګل په اړه شاعر محمدرحیم سکندر وویل: «نارنج ګل مشاعره په داسې موسم کې کېږي چې دلته د نارنج ګل غوړېدلی وي او د نارنج ګل دا هوا چې ده دا خوشبوداره کړې وي او دا بوی په شاعرانو بامدې یو ډول تاثیر کوي او خوند ترې اخلي.»

د مشاعرې یوه بل شاعر ګډونوال اسرارالله حسنزي وویل: «دلته د سولې او امن پیغام ورکول کیږي د شعر له لارې چې پکې زرګونه خلک راټولیږي او خلک له دغه موسم نه خوند اخلي  او یاده مشاعره د راتلونکي شاعرانو او ادبپالو لپاره او د ادب مینوالو لپاره یو ځانګړی مکتب دی.»

د نارنج ګل په مشاعره کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو او لرې پرتو ولسوالیو ترڅنګ  د کوزې پښتونخوا یو شمېر شاعرانو او ادیبانو هم برخه اخېستې وه چې پکې یې خپل شعرونه ګډونوالو ته واورول.

د کوزې پښتونخوا شاعرانو پروفیسور ډاکتر اباسین یوسفزي او شهنواز باقر وویل، د قومونو ترمنځ د یووالي په موخه دا ډول را ټولېدنې او مشاعرې خورا مهمې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اباسین یوسفزي وویل: «دا زمونږ یوه تاریخي مشاعره ده او دا مشاعره د پښتو د تاریخ ترټولو غټه مشاعره ده او پکې ډېری خلک او دغه خلک چې دي، هغوی د خپل کلتور سره ، د خپلو روایاتو سره او خپلو کادرونو سره او خپلو اتلانو سره د مینې په اظهار راځي.»

شهنواز باقر وویل:«مشاعره کې چې څوک ګډون کوي او دوی شعر اوري، په دوی ډېر ښه اغېز کوي چې دې کې د امن خبره کېږي. د اتفاق خبره کېږي دې کې ډېر ښه پیغام ورکول کېږي، نو په دې اساس هم مشاعرې کول مهم دي او بیا نارنج ګل مشاعره خو د اوږدو کلونو راهیسې کېږي.»

د ننګرهار محلي مسوولان وایي، په نارنج ګل دودیزه کلنۍ مشاعره کې شاعرانو د هېواد د خپلواکۍ او د ملت د بیدارۍ اړوند شعرونه د مشاعرې ګډونوالو ته واورول.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس ساجد خوږیاڼی وایي: «دغې مشاعرې ته د افغانستان له ټولو ولایتونو نه له لرې ولایتونو نه شاعران رابلل شوي و نعت خوانان رابلل شوي و همداسې فرهنګپاله او ادب پاله خلک راغوښتل شوي و همدارنګه د کوزې پښتونخواه څخه پښتانه شاعران دي منلي شاعران دي مشران شاعران دي هغوئ هم رابلل شوي و او مشاعره کې یې ګډون وکړ.»

نارنج ګل کلنۍ دودیزه مشاعره چې له اوږدو کلونو راهیسې د نارنج ګلانو د ټوکېدنې پرمهال په ننګرهار کې جوړېږي، د هېواد په لر او بر کې د انتقادي، احساساتي او ناندریزو شعرونو له امله مشهوره ده چې د پسرلي په لومړیو ورځو کې کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام