Asset 1SWN

نبي عمري: له هېواده بهر سیاسي څېرې د افغانانو استازیتوب نشي کولی

IMG-20240629-WA0013

د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستيال محمدنبي عمري وايي چې په اروپايي هېوادونو کې غونډه کوونکي سياسي څېرې د افغانانو استازيتوب نه‌شي کولی.

نوموړي دغه څرګندونې د خوست لپاره د نوي ګومارل شوي والي د معرفي مراسمو کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وويل يادې څېرې يو ځل بيا غواړي چې هېواد نارامه کړي، ستونزې جوړې او فساد رامنځته کړي، خو په وینا یې، دوی به دا کار ونشي کړای.

په دې غونډو کې ګډون‌کوونکو مېرمنو ته په اشارې سره وويل چې دوی د افغان مېرمنو استازيتوب نه‌شي کولی، ځکه په وینا یې، دوی نه له اسلامي اصولو خبرې دي او نه هم  افغاني دود او فرهنګ ته درناوی لري.

هغه ټينګار وکړ چې سرپرست حکومت پر هېواد بشپړ واکمن دی او مخالفینو ته به د ناامنۍ رامنځته کولو اجازه ورنه‌کړي.

هغه وویل: «دوی بيا غواړي چې وطن نا ارامه کړي، بې‌امنه يې کړي. مشکلات جوړ کړي، فساد راولي، خو داسې به ونه‌شي. دا څېرې نه د افغانانو استازيتوب کولی شي او نه هم د مېرمنو دا به بيا هم ذليله کېږي او شرميږي به، وطن کې امن دی، په ټوله جغرافيه اسلامي امارت حاکم دی.»

بل‌خوا د خوست نوي والي عبدالقيوم روحاني بيا وويل چې هڅه به وکړي، څو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي هغه وويل د خوست د ابادي او پرمختګ لپاره به کار کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نوي والي د معرفي مراسمو کې بيا د خوست يوشمېر قومي مشرانو له نوي والي د قومي جوړښتونو پياوړتيا او د بيارغونې پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام