Asset 1SWN

سلام وطندار

میانمار د خپلواکۍ ورځې په مناسبت ۵۸۶۴ بندیان خوشې کوي

th

د میانمار پوځي حکومت چارواکي وايي چې د یاد هېواد د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د ۱۸۰ بهرنیو وګړو په ګډون ۵۸۶۴  بندیان خوشې کوي.

د میانمار دولتي رسنۍ خبر ورکړی چې دغه کسان به د یاد هېواد د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د عمومي بښنې فرمان له مخې خوشې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

میانمار کې د ۲۰۲۱کال راهیسې کورنی تاوتریخوالی پیل شو چې وروسته پوځ ملکي حکومت وپرځاوه او د ولسي واکۍ په ننګه یې د اعتراضونو مخه ونیوله چې ورسره وسله‌والو نښتو ته لاره هواره شوه.

د واکمن پوځي حکومت له لوري په نیول شویو بندیانو کې د دغه هېواد د نوبل جایزې ګټونکې او پخوانۍ مشره انګ‌ ‌‌سانسوجي هم شامله ده.

نوموړې په ۲۷ کلونو بند محکومه ده چې په ټاکنو کې پر درغلۍ او نورو جرمونو له تورونو سره مخ ده.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

انګ‌سانسوچي بیا پر دې لګېدلي ټول تورونه ردوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام