Asset 1SWN

«خُسر او خواښې به مې وهلم او اړ شوم طلاق واخلم»

_128382520_afghanistan-hero-gettyimages-1244674060

مهتاب افتخار چې کله لس کلنه وه، د خپل خاله زوی ته چې ۱۸ کلن و، په جبري توګه په نکاح ورکړل شوه. هغه ۱۶کاله وړاندې هغه مهال چې پلار یې مړ شو او مور یې دویم واده وکړ، دې واده ته اړ اېستل شوې وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړې سلام‌وطندار ته وویل: «د ښوونځي په درېیم ټولګي کې وم، زه یې په دې پلمه چې د ورور واده مې دی، هلمند ته بوتلم. لس کلنه وم، خو بدن مې د اووه کلن ماشوم په څېر و، وروسته یې چې هلمند ته بوتلم، فکر مې وکړ چې د ورور واده مې دی.»

مهتاب وايي، هغه مهال د واده په اړه نه پوهېده، خو بله چاره یې نه لرله، مهتاب له خپل خاوند سره ۱۵ کاله ګډ ژوند وکړ چې په وینا یې، دې موده کې یې ژوند د خاوند او خسرګنۍ له‌خوا له جبر، ظلم، وهل‌-ټکول او کړاوه ډک و.

مهتاب اوس ۲۶ کلنه ده او د دوو ماشومانو مور ده. نوموړې د واده په لومړیو کلونو کې خپل درې ماشومان د کمزورۍ له امله له لاسه ورکړې دي.

نوموړې له نن یو کال وړاندې د خاوند او د هغه د کورنۍ د تاوتریخوالي له امله پرېکړه وکړه چې خپل ګډ ژوند ته د پای ټکی کېږدي، خو د هغې کورنۍ له خاونده د نوموړې د طلاق اخیستلو پرېکړې سره مخالفت وکړ.

هغه وايي، کورنۍ یې ورته ویلي، «د خاوند کور ته په سپینو جامو کې تللې او باید په سپین کفن کې بېرته خپل کور ته راشي.» مهتاب چې نور د تاوتریخوالي د زغم توان نه درلود، یو کال وړاندې په دې وتوانېده ده چې له خپل خاوند طلاق واخلي.

له خاوند او ماشومانو لري‌والي او د ژوند ناوړه شرایطو مهتاب اړ کړه چې له افغانستان څخه ایران ته مخه کړي او هلته خپل ژوند ته دوام ورکړي.

«ډېر ظلم راباندې شوی، ډېر فیزیکي کارونه به یې راباندې کول، اووه کاله مې هلمند کې تېر کړل او د باندې ځای مې په سترګو هم ونه لید. خُسر او خواښې به مې ډېره وهلم او یوه کال کې مې د طلاق اخیستلو اقدام وکړ چې بریالۍ شوم، تر هغو چې مې طلاق اخیسته دا به یې راته ویل چې وژنم دې، سنګساروم دې، ماما، خاله او ټولو به ګواښلم.»

جبري او په کم عمر کې وادونه او کورني تاوتریخوالي لامل شوي چې ډېری ښځې خپل ګډ ژوند ته د پای ټکی کېږدي.

په دې راپور کې له ۱۹ ښځو سره مرکې شوې چې له ډلې یې ۱۳ مېرمنو له واده وروسته او شپږو ښځو بیا د کوژدې پر مهال د تاوتریخوالي او جبر له امله له خپلو خاوندانو او کوژدنو جلا شوې دي.

د مرکه شویو ۱۹ ښځو له ډلې یې یوازې دوو مېرمنو له خاوند د طلاق پر اخیستلو پښېماني ښودلې، خو ۱۷ یې پر طلاق اخیستو خوښې دي.

په دې راپور کې د مرکه شویو مېرمنو له ډلې یې شپږ په کم عمر، پنځه یې د خاوند او خُسرګنۍ د تاوتریخوالي او شپږو نورې یې د جبري وادونو له امله له خپلو خاوندانو جدا شوې دي.

رُقیه چې د دوو ماشومانو مور ده، وايي، دوه کاله کېږي چې له خاوند یې طلاق اخیستی او له خپلو ماشومانو سره د پلار کور کې ژوند کوي.

نوموړې زیاتوي چې ۱۴کلنۍ کې په جبري توګه واده شوې وه، خو له واده وروسته د خاوند له لوري وهل او ټکول کېده او اړ شوې چې طلاق واخلي.

هغه وايي: «ما ۱۴کلنۍ کې واده وکړ او نه مې غوښتل چې واده وکړم، غوښتل مې چې زده‌کړې وکړم، خو پلار او مور مې اړ کړم چې واده وکړم او کورنۍ مې ډېر مهر واخیست، ځکه خُسرګنۍ مې شتمنه وه، خو له واده وروسته مې خاوند وهلم.»

 شبانې هم سلام‌وطندار سره مرکه کې ویلي چې په ۱۵کلنۍ کې د خپلې کورنۍ له‌خوا واده ته اړ شوې او له واده وروسته یې خاوند سره مینه نه‌وه او دا مسله لامل کېږي چې د خپلې خواښې له لوري له تاوتریخوالي سره مخ شي.

د شبانې په وینا، د خواښې تاوتریخوالی او وهل او ټکول لامل شول چې نوموړې له خپل خاوند طلاق واخلي. له دې طلاق لس کاله کېږي او له هغه راهیسې شبانه د خپل پلار کور کې ژوند کوي.

خواښې مې وهلم، زما درملنه یې نه‌کوله، اړ شوم چې ځان خلاص کړم، ګواښ یې راته وکړ چې فلج به دې کړم. کوم شوک مې چې هلته لیدلی و، د سترګو لاندې مې توره حلقه شوه او ډېره به ځورېدل کېدم.»

په ورته مهال سلام‌وطندار سره په مرکو کې د ۱۹ مېرمنو له ډلې شپږو یې د کوژدې پر مهال له خپلو کوژدنو جدا شوې دي. فریده چې له خپل کوژدن جدا شوې، وايي چې کوژدنې یې دوه کاله دوام وکړ او له کوژدن سره د نه تفاهم له امله یې اړیکه پرېکړه.

«کورنۍ مې په جبري توګه دې پیوند ته اړ کړم او کوژدن ته مې هېڅ احساس نه درلود او شپه او ورځ به مې ژړل او تل ناارامه وم او هغه ته مې هېڅ حس نه درلود.»

ځینې داسې مېرمنې هم شته چې په خپله خوښه یې واده کړی، خو د ناوړه شرایطو له امله له خپل خاوند جدا شوې دي. ۳۵کلنه لطیفه چې نهه میاشتې وړاندې یې د خاوند د دویم واده له امله طلاق اخیستی، وايي، خاوند سره یې په مینه واده کړی و.

نوموړې چې کله له خپل خاوند جدا شوه، اومېندواره وه او اوس د درېوو  شپږ کلن، څلور کلن او شپږ میاشتني ماشوم مور ده.

لطیفه وايي، خپل درېیم ماشوم یې داسې مهال غېږ کې واخیست چې له خپل خاوند یې طلاق اخیستی و او د خپل پلار کور کې یې ژوند کاوه. نوموړې وايي، له طلاق وروسته یې خاوند نه د دې او نه یې هم د ماشومانو پوښتنه کړې.

«اوسنی وضعیت ماته داسې دی لکه په دوو لارو کې چې یم، ځکه نه ځانته رسېږم او نه هم اولادو ته مې. مشر زوی مې چې شپږ کلن دی، تل زما څخه د پلار پوښتنه کوي، خو پلار یې ما سره علاقه نه‌لري، د اولادونو پوښتنه نه کوي او حتا د خپلې نوې زېږېدلې لور پوښتنې ته هم نه دی راغلی او نه یې لیدلې.»

که څه هم یو‌شمېر ښځې ګډ ژوند کې د ستونزو له امله له خپلو خاوندانو جدا شوي، خو د طلاق موضوع ته تل په ټولنه او د خلکو له لوري په ښه سترګه نه‌لیدل کېږي.

په دې راپور کې اوو مېرمنو سلام‌وطندار ته ویلي چې تل د خلکو له لوري د «طلاق شوې» مېرمنې په توګه بلل کېږي او په وینا یې، دوی له خاوند د جدا کېدو له امله ملامتې ګڼل کېږي.

یاسمین چې د جوزجان اوسېدونکې ده او دوه کاله وړاندې له خپل خاوند له دې امله جدا شوه چې نوموړی پر نشه‌يي توکو روږدی و. هغه وايي، خلکو ورته په ښه سترګه نه ګوري.

«د کاکا لورګانو خبرې مې واورېدې، د عمه لورګانو مې واورېدې، ټولو ویل چې ته ښه نه وې، له خاوند سره دې باید ښه وې. قوم ویل، خپلو، پردیو او ټولو همدا خبره کوله.»

د پروان اوسېدونکې مریم چې درې میاشتې وړاندې له خپل کوژدن جدا شوې، وايي، اوس خلکو ورته په ښه سترګه نه ویني. «خلک په ښه سترګه نه‌ګوري. خلک فکر کوي چې موږ کومه ستونزه لرله، کورنۍ او ما کومه منفي نکته لرله چې له موږ جدا شول، هر څه چې نه وي، مقصد یو څه وايي.»

 د ښځو حقونو یوشمېر فعالانې وايي چې جبري او په کم عمر کې وادونه لامل کېږي چې د ښځې او خاوند ترمنځ طلاق رامنځته شي.

د دوی په وینا، طلاق شویو مېرمنو ته په ښه سترګه نه‌لیدل کېږي او د طلاق موضوع په یوې ټولنیزې ستونزې اوښتې.

د ښځو حقونو فعالې سحر رضايي وویل: «زما په اند افغانستان کې طلاق یعنی کله چې یوه نجلۍ طلاق اخلي، فکر وکړئ چې یوه لویه ستونزه ده او په اسانۍ به ښځه ونه‌شي کړای چې طلاق واخلي، په ځانګړې توګه دې دوو کلونو کې.»

د سترې محکمې د نشراتو رییس او ویاند عبدالرحیم راشد سلام‌وطندار ته وايي چې دوی د طلاق شرایطو اړوند پر یوه طرزالعمل کار کوي چې له بشپړېدو وروسته به یې رسنیو سره شریک کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

که واده د هلک او نجلۍ په خوښه او هغه ډول چې اسلام کې ورته لارښوونه شوې، وشي له واده وروسته ژوند به له مینې او خوښو ډک وي، خو د واده اړوند شرایطو ته نه پام به د هلک او نجلۍ ګډ ژوند له تاوتریخوالي سره مخ او په پایله کې به دا اړیکه په طلاق سره پای ته ورسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام