Asset 1SWN

خوست کې «زما ښار غوره جام» په نوم د کرېکټ سیالي پیل شوې

IMG-20250422-WA0028

د خوست ښاروالي له لوري نن سه‌شنبه، غويي دویمه، په یوې خبرپانه کې ویلي چې یادې سیالي د مرکزي ښاروالي په ګډون د اوو ناحیو د منتخبو لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

خبرپاڼه کې د يادو لوبو د ښاري کلتور ترویج، د ښاري لوبډلو ترمنځ یووالی، د ښار اړوندو موضوعاتو سره د ناحیو د اوسېدونکو بلدتیا او په ټوله کې د ښاروالي ادارې له لوري د عامه پوهاوي اړوند پیغامونو انتقال دی.

خبرپانه کې د خوست ښاروالي د ښاري حکومتولۍ د اجتماعي او کلتوري چارو مدیر صالح جان همدرد له قوله ويل شوي چې یادې لوبې د اوو ناحیو او مرکزي ښاروالي له لوبډلو جوړې شوي چې اته لوبډلې دي او خپل‌منځ کې به درې درې لوبې وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاته کړې چې ښاروالي اداره به تر خپلې وسې په ورزشي برخه کې له اړوندو ادارو او ورزشکارانو سره خپلې لازمې همکاري ته دوام ورکړي.

په سیالیو کې لوبېدونکو لوبغاړو د لوبو خوښي وښوده او یادې لوبې یې د ښاري کلتور د ترویج په برخه کې یو مثبت ګام وباله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام