Asset 1SWN

متقي او رشید مردوف د اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا خبرې کړي

امیر خان متقي او رشید مردوف

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف سره خبرو کې د سیمه‌ییزو همکاریو په پراختیا او په دوه اړخیزو پروګرامونو خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه دلوې ۸ / جنوري ۲۸ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه خبرې د ویډیويي کنفرانس له لارې ترسره شوي.

ښاغلي متقي دغو خبرو کې ویلي چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د ګډو پروژو په ځانګړې توګه د ټاپي او د اورګاډي پټلي او ټاپ پروژو عملي کېدو لپاره زمینه برابره کړې.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر د ګډو اقتصادي پروژو عملي کولو په برخه کې پر نږدې همکارۍ، د دواړو هېوادونو د چارواکو سفرونو په ترسره کولو او د راتلونکو پروګرامونو په جوړولو ټینګار کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام