Asset 1SWN

د متقي او عراقچي لیدنه؛ د اړیکو پر پیاوړتیا او د کډوالو مسلې پر حل ټینګار شوی

GrK4PyzXsAA3Did

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي تېره ورځ (شنبه، ثور ۲۷) تهران کې د ایران بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې دغه لیدنه کې پر دوو اړخيزو اړيکو، امنيتي مسايلو، اوبو او د افغان کډوالو پر موضوعاتو خبرې شوي دي.

امیرخان متقي د ایران او افغانستان اړيکې مهمې بللي او بېلا بېلو برخو کې يې د همکاريو پراختيا ته په پام، د ډیپلوماټیکو اړيکو د کچې لوړول يوه اړتيا ياده کړې.

همداراز هغه له ايراني لوري غوښتي چې د افغان کډوالو په ستنولو کې د تدريج اصل په پام کې ونيسي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


امیرخان متقي ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخو کې همکارۍ مخ پر پراخېدو ده.

د ايران بهرنيو چارو وزير هم ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه د خپلو دوو اړخيزو اړيکو نوي پړاو کې ګام پر ګام پرمختګونه ولري او زياته کړې یې ده چې اړيکې د پراختيا پر لور روانې دي.

عباس عراقچي وویل، د افغان کډوالو بېرته ستنېډل بايد تدريجي او باعزته وي او په ايران کې يې افغان کډوالو ته د لا زياتو اسانتياوو په برابرولو ټینګار کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام