Asset 1SWN

متقي: افغانستان خپلواک دی او چارو کې یې لاس‌وهنه د چا په ګټه نه‌‌ده

متقی-qbaukfpuj8h10ip3dretj8yvunhuomgmdci01wx3ew

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې افغانستان خپلواک هېواد دی او په چارو کې یې لاسوهنه د هېڅ لوري په ګټه نه‌ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې متقي د ایران بهرنیو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرو کې ویلي، افغانستان یو ازاد او خپلواک هیواد دی او په چارو کې یې لاسوهنه د هېڅ لوري په ګټه نه‌ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه ویلي چې یوازې له یو بل سره د همکارۍ، تفاهم او مشورې په اساس شونې ده چې بېلابېلو برخو کې مؤثر او اغیزمن پرمختګ وشي.

د هغه په وینا، تېرو شاوخوا دریو کلونو کې اسلامي امارت ايران سره اقتصادي او سیاسي برخو کې ښې لاسته‌راوړنې درلودې او اړتیا ده چې دغه همکاري او همغږي نوره هم پیاوړې شي.

نوموړي لیکلي: «موږ له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره په هر غم او خوښي کې ځان شریک ګڼو. متقي صاحب همداراز وويل، له نېکه مرغه په تېرو څه کم دریوو کلونو کې اسلامي امارت د ايران اسلامي جمهوریت سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې ښې لاسته‌راوړنې درلودې او په کار ده چې دا همکاري او همغږي نوره هم پیاوړې او غښتلې شي تر څو وکولای شو په ټولو ډګرونو کې د ښو پرمختګونو شاهدان واوسو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ایران بهرنیو چارو وزارت سرپرست غزه کې د اسراییلو روانې جګړې په اړه د افغانستان او ایران دریځ ستایلی او هیله‌ یې ښودلې چې د اسلامي نړۍ نور هېوادونه هم «د غزې مظلومیت په اړه غږ» پورته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام