Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل کې نن ممبی د کلکتې کوربه دی

fee3f7f9-b0f4-49d5-9d82-4f0ba2f2536b

د هند کرېکت غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن کلکته نایټ‌رایډرز لوبډله د ممبی انډیینز لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ۶:۳۰ بجې مازدیګر«جمعه د مې درېیمه» د هند د ممبی په «وانکېډه کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کلکته نایټ‌‌رایډرز لوبډله دا مهال په روان لیګ کې له کړیو نهو سیالیو څخه شپږ ګټلي او درې یې بایللې دي. دا لوبډله د سیالیو په جدول کې دویم ځای لري.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي رحمن ګربز او الله محمد غضنفر هم له کلکته نایټ‌رایډرز لوبډلې سره لوبېږي.

بل‌خوا ممبی انډیینز لوبډلې سره بیا د افغانستان د کرېکټ ولسمشر محمدنبي لوبه کوي. ممبی انډیینز لوبډله د سیالیو جدول په نهم ځای کې شتون لري.

ممبی انډیینز لوبډلې تراوسه په روان ای‌پي‌اېل لیګ کې لس لوبې کړي چې درې یې ګټلی او پاتې ټولې یې بایللې دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو شل اووره لوبو کې کلکته نایټ‌رایډرز درې ځلې او ممبی انډیینز دوه ځلې بریاوې خپلې کړې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو سیالیو په بېګانۍ لوبه کې سنرایزرز حیدراباد په یوې په زړه پورې لوبه کې راجستان رویالز ته په یوې منډې ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام