Asset 1SWN

ملابرادر د کابل ارغندې د ترانسپورتي ترمینل چارې پرانیستې

Gmtm5ZhaAAAdSLu

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن (یکشنبه، د وري ۳) د کابل پغمان ولسوالۍ کې د ارغندې ترانسپورتي ترمینل د چارو د پيل پرانیسته وکړه.

هغه هېواد کې د ترانسپورتي زېربناوو د پراختیا په برخه کې د ارغندې ترانسپورتي ترمینل جوړول مهم وبلل او ویې ویل، د دغه ترانسپورتي ترمینل کې ۴۲ مهم تاسیسات جوړېږي.

ښاغلی برادر وايي، د ترانسپورتي زېربناوو معیاري رغول او پراخول د یو هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ او د داخلي او سیمه‌ییز اتصال لپاره ډېر مهم او بنسټیز ګام ګڼل کېږي.

د ده په خبره، له بده‌مرغه په هېواد کې د لسیزو جګړو او فساد له امله دې مهمې برخې ته پام نه دی شوی؛ بلکې دې برخه کې شته زېربنا د ټیټ کیفیت له امله تخریب شوې، عامه ملکیتونه د اشخاصو له لوري غصب او د لویو لارو او سړکونو حریمونه کوچني شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاتوي چې اسلامي امارت اوسنیو اړتیاوو ته په کتو نه یوازې د ترانسپورتي زېربناوو د رغولو او پراخولو په برخه کې کلک هوډ لري، بلکې د نورو بنسټیزو او ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو په برخه کې هم هڅو ته دوام ورکوي.

هغه د دې پروژې له قراردادي شرکت وغوښتل چې په ښه کیفیت یې چارې په ټاکلي وخت کې بشپړې کړي.

د یادونې وړ ده چې د کابل ولایت د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل په  شاوخوا ۹۰۰ جریبه ځمکه کې د یو میلیارد او ۲۸۵ میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي چې چارې به یې د خصوصي سکټور له لوري په دوو کلونو کې بشپړې شي.

د دغه ترمینل په جوړېدو سره به ترانسپورټي اسانتیاوې زیاتې شي، د انتقال اړوند چارو په چټکتیا او غوره تنظیم کې به مهم رول ولوبوي، ترانسپورټي لګښتونه او ترافیکي ستونزې به کمې او ډېرو هېوادوالو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام