د سرپرست حکومت مرکزي ویاند د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د ټيټيپي ډلې «پاکستاني طالبانو تحریک» غړي افغانستان کې شتون لري.
ذبېحالله مجاهد وايي چې بهرنیو وګړو او ډلو ته اجازه نهورکوي چې افغانستان کې شتون ولري او له افغان خاورو د نورو هېوادونو پر ضد فعالیت وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، پاکستان کې د ټيټيپي موضوع تازه نهده او په وینا یې، دا ډله له تېرو شلو کلونو راهیسې د دغه هېواد په وزیرستان او نورو سیمو کې شتون لري.
هغه وویل: «د پاکستاني طالبانو موضوع د پاکستان کورنیو موضوعاتو څخه ده او د پاکستاني طالبانو موضوع اوسنۍ نهده، له ۲۰ کلونو راهیسې وزیرستان او نورو سیمو کې فعاله وه او د هغه هېواد کورنۍ مسله ده. افغانستان په وار وار ټينګار کړی چې اجازه نهورکوي، څو له افغان خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې وکارول شي او همداراز اجازه نهورکوي چې د افغانستان له خاورې څوک د پاکستان پروړاندې فعالیت وکړي.»
تېره ورځ په ملګروملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي مرستیال عثمان جاودن ویلي چې افغانستان د ترهګرۍ پر مرکز د بدلېدو په حال کې دی. هغه زیاته کړې چې ټيټيپي غړي افغانستان کې شتون لري او له دغه هېواد په دوامداره توګه پر پاکستان برید کوي.
په ورته مهال د پوځي چارو یوشمېر شنونکي بیا پر دې باور دي چې پاکستان د تېرو درېوو کلونو پرمهال په وار وار ورته ادعاوې کړي چې د سرپرست حکومت له لوري رد شوي دي.
د دوی په وینا، د دې اندېښنو لهمنځه وړو لپاره باید د سیمې په کچه د استخباراتي اطلاعاتو د همغږۍ مرکز جوړ شي.
د پوځي چارو کارپوه محمدصادق شینواري وویل: «د دې اندېښنو لرېکولو لپاره باید سیمهییزه اجماع او همغږۍ رامنځته او همداراز د سیمې په کچه د استخباراتي اطلاعاتو د همغږۍ مرکز جوړ شي.»
په ورته مهال د نړیوالو اړیکو کارپوهان بیا وايي چې پاکستان پر سرپرست حکومت د فشار راوړو لپاره تل ورته ادعاوې کوي. د نړیوالو اړیکو کارپوه سیال وردګ په وینا، پاکستان غواړي نړیوالو ته وښيي چې د ترهګرۍ قرباني دی او له نړیوالو مرستې ترلاسه کړي.
نوموړي وویل: «پاکستان څو هدفونه لري، لومړی غواړي پر افغانستان فشار راولي. دویم، پاکستان غواړي له نړۍ پوځي او مالي امکانات ترلاسه کړي. درېیم هم غواړي چې نړۍ ته وښيي د ترهګرۍ قرباني دی، څو ملاتړ یې، ترلاسه کړي.»
د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې پاکستاني پوځي او سیاسي چارواکو په وار وار افغانستان کې د ټيټيپي غړیو شتون په اړه ورته ادعاوې کړي چې د سرپرست حکومت له لوري رد شوي دي.
اسلامي امارت د ورته ادعا په غبرګون کې تل ویلي چې له افغان خاورې هېڅ بل هېواد په ځانګړې توګه پاکستان ته کوم ګواښ نهدی پېښ.