Asset 1SWN

مجاهد: نړیوالو کنوانسیونونو ته به هغه وخت غاړه ږدو چې ا.ا په رسمیت‌وپېژندل شي

GRjimMrXMAAm0z8

د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد نن چهارشنبه، چنګاښ ۱۳مه له قطر بېرته هېواد ته راستون شو او کابل کې یې د یوې خبري غونډې پرمهال د دوحې درېیمې ناستې جزییات له رسنیو سره شریک کړل.

مجاهد په دې ناسته کې که څه هم د دوحې درېیمه غونډه هیله‌بښوونکې وبلله، خو زیاته یې کړه چې سرپرست حکومت به هغه وخت نړیوالو کنوانسیونونو او هوکړه‌لیکونو ته غاړه کېږدي چې د نړۍ له‌خوا په رسمیت وپېژندل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، که اسلامي امارت په رسمیت پېژندل کېږي، هغه کنوانسیونونه او هوکړه‌لیکونه به ارزوي چې له دې وړاندې افغانستان لاسلیک کړې دي. هغه ټينګار وکړ، که دغه هوکړه‌لیکونه د حکومت له ارزښتونو سره په ټکر کې نه‌وي، دوی به ورته غاړه کېږدي.

مجاهد د سلام‌وطندار پوښتنې ته په ځواب کې وویل: «د نړۍ کنوانسیونونو او هوکړو ته هلته غاړه ږدو چې اسلامي امارت د ملګروملتونو سازمان تر چترلاندې په رسمیت وپېژندل شي او دویم دا، هلته موږ نړیوالو توافقاتو ته پابند پاتې کېږو چې اسلامي شریعت او د افغانستان ملي ارزښتونو او ګټو سره تضاد کې نه‌وي.»

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمري دیکارلو تېره ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل چې د بشرحقونو برخه کې د نړیوالو کنوانسیونونو د هوکړه‌لیکونو پربنسټ چې افغانستان لاسلیک کړي، د نجونو زده‌کړې د افغانستان کورنۍ مسله نه ده او اسلامي امارت باید ورته ځواب ورکړي.

خو سرپرست حکومت ټينګار کوي چې د نجونو زده‌کړه کورنۍ مسله ده او له همدې کبله یې ونه‌غوښتل چې د دوحې ناسته کې پرې بحث وکړي.

ذبېح‌الله مجاهد همداراز دې ناسته کې ټينګار وکړ چې یو‌شمېر هېوادونه د بشري حقونو مسایلو څخه د فشار په توګه کار اخلي. «نړۍ دې د افغانستان مسایلو کې لاس نه‌وهي، که دوام وکړي، پر وړاندې یې درېږوو، یوازې دا پلمه نه‌ده، نن یوه، سبا بله او بله ورځ نوې پلمه کوي.»

مجاهد د دوحې درېیمه ناسته د افغانستان لپاره ګټوره وبلله. د نوموړي په وینا، دې ناسته کې ګډونوالو د افغانستان او سرپرست حکومت له پرمختګونو ښه درک درلود او له دې ناسته به وروسته د نړۍ او افغانستان ترمنځ مثبتې اړیکې رامنځته شي.

هغه وویل: «هېوادونو د خپلو معلوماتو د وړاندې کولو پرمهال په افغانستان کې پرمختګونه یو په یو ومنل چې امنیت، ثبات، د حکومت د لګښتونو د ورکړې توان، د پرمختیايي پروژو پلي کول او د افغانانو د یووالي ساتل هغه موضوعات وو چې هېوادونو ومنله او پخپله بیانونو کې یې هرکلی وکړ.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دوحې درېیمه ناسته د یکشنبې او دوشنبې پر ورځو جوړه شوې وه چې د کومې ځانګړې پرېکړې او خبرپاڼې له خپرولو پرته پای ته ورسېده.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام