د اسلامي امارت د حکومت وياند ذبيحالله مجاهد وايي چې په ټول هېواد کې د تېرو نهو مياشتو پرمهال هېڅ لويه امنيتي پېښه نهده رامنځته شوې.
هغه دغه څرګندونې نن پنج شنبه، د لیندۍ ۱۳مه، د پکتيا په زرمت ولسوالي کې د مدرسو د حافظانو او مولويانو د فراغت په تړاو جوړه شوې يوې غونډه کې وکړې.
مجاهد زیاته کړه چې په هېواد کې اوسني امنيت لپاره امنيتي ځواکونه او مسوولان شپه او ورځ کار کوي. هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې اوسني نظام تر شاه دې ودريږي او د پرديو دسيسو ته دې متوجې وواسي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي ټينګار وکړ چې د هېواد دفاع او د خپلې خاورې د ساتنې لپاره ټکنالوژي يوه اړتيا ده. د نوموړي په وینا، اوس وخت کې د عصري تعليم لپاره توجه زياته شوې او د نويو ځوانانو د روزنې لپاره کار کوي.
مجاهد همداشان وويل چې د هېواد د امنيت ساتنې، پراختيايي چارو او اقتصادي پرمختګ خپل مسووليت بولي.