Asset 1SWN

سلام وطندار

محمدنبي عمري جهادي مشرانو ته: په څه مذاکرات درسره وکړو؟

51a2c201-902c-4f74-85d4-06fefacf7433

د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستیال محمدنبي عمري وايي چې له هېواد بهر د جهادي مشرانو له لوري له ا.ا د مذاکرې غوښتنه حیرانونکې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي دغه څرګندونې نن یکشنبه د تلې نهمه پکتیا کې د دغه ولایت د نوي والي په پېژند‌غونډه کې د وینا پر مهال کړې دي. د ۲۰۵ البدر قول اردو قومندان مهرالله حماد د پکتيا د نوي والي په توګه نن ورځ په رسمي توګه دغه ولایت کې خپله دنده پيل کړه.

هغه په خپلو خبرو کې همداراز وویل، که دغه مشران غواړي د مذاکراتو له لارې افغانستان کې ډيموکراسي رامنځته کړي، په وینا یې، امکان نه‌لري او هسې خپل وخت ضایع کوي.

د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستیال محمدنبي عمري له دغو مشرانو غوښتنه وکړه چې د ټول‌بښنې فرمان څخه په دې استفادې دې هېواد ته راوګرځي او له اختلافاتو لاس په سر شي.

هغه وويل«بهر کې مېشت سياسيون او جهادي مشران غواړي چې مذاکره ورسره وشي، يعنې د مذاکراتو معنا دا چې راځه حکومت راسره جوړ کړه، که دا مذاکره بل فرض اسلامي امارت ورسره ومني، نو مذاکراتو کې خو اجنډا معلومه وي، کله چې موږ په قطر کې له امريکايانو سره مذاکرات کول چې اشغال به ختميږي، اسلامي نظام به راځي… اوس به له دې خلکو سره مذاکرات په څه باندې کوو؟

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې څه موده واړندې له هېواده بهر جهادي مشرانو له اسلامي امارت د مذاکرې غوښتنه کړې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام