Asset 1SWN

سلام وطندار

روزګان کې د پلېټونو له لوړې بیې د موټرچلوونکو شکایت؛ «پیسې یې نشو برابرولی»

روزګان۱

روزګان کې د بې‌‌پلېټه موټرو یو‌شمېر چلوونکي وايي چې خپلو موټرو ته د نویو پلېټونو د اخیستلو توان نه‌لري. د دوی په وینا، د پلېټونو بیه لوړه ده او دومره پیسې نه‌لري چې موټر ته پلېټ واخلي.

د روزګان– کندهار پر لویه لاره یوه موټرچلوونکي اسدالله سلام‌وطندار ته وايي، د میاشتې یوازې له څلور تر شپږو زره افغانۍ پیداکوي چې ان پرې د خپلې کورنۍ اړتیاوې هم نه‌شي برابرولی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، د موټرو ماډل ته په کتو د نویو پلېټونو بیه ټاکل شوې چې د ډېری موټرو د پلېټونو بیه له ۲۰ تر ۳۰زره افغانیو  ده او دوی یې د رانیولو توان نه‌لري.

نوموړي سلام وطندار ته وویل: «پلېټونه چې موږ نه‌دي اخیستي پیسې یې نشو برابرولی. دومره نشو برابرولی چې خپل اولادو ته خواړه برابر کړو. نن مې اتمه شپه ده، په دې اتمه شپه کې ماته نمبر نه‌دی رارسېدلی، نو په اتمه یا نهمه شپه چې موږ نمبر یي، هغه موږ والله که د اولاد تر اوده وتلای شو او پسې چې موږ ته را پاتیږي، زه خپله سراچه موټر چلوم چې زر افغانۍ ماته راپاته شي، نو زه ډېر پرې خوشحال یم، مګر هغه زر هم نه راته پاتېږي چې موټر یوه ګولۍ خرابه کړي، هغه پر هغه راڅخه ولاړې شي.»

یوشمېر نور موټرچلوونکي بیا وايي چې د ثبت پرمهال يې موټر هم په لوړ قیمت شمېرل شوي چې له کبله یې د پلېټونو بیه لوړه ټاکل شوې ده.

د دوی په وینا، د موټرچلوونکو پر وړاندې دا یوه جدي ستونزه ده او له محلي مسوولانو یې د دې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

یوه موټرچلوونکي سیف‌الله وویل: «نه د دغه موټرو ماډل ته کتل کېږي، د زوړ د نوي ټول په یوه قیمت دي. د دغه خلکو څخه ته پوښتنه کولای شې، اته شپې او نهه شپې کېږي د هغه بل اوومه- اتمه ده نمبر ندی وررسېدلی، نو دلې ورته ناست دي، کورونه یې په ښار کې دي.»

عبدالکریم بیا وايي چې د پیسو نشتون له کبله یې خپل موټر ته سټېکر اخیستی او د پلېټ د پیسو د ورکړې توان نه‌لري. «اوس موږ دونه پیسې برابرې کړو چې دوی ته یې ورکړو، نو موږ اوس دونه پیسې پیدا کوو. زما دا یوولسمه شپه ده، اوس نمبر رارسېدلی دی، نو چی را وړې مو وې هغه مو دلته وخوړلي د دې خوا کې زر افغانۍ راپاته شوې که پنځه سوه راپاته شوې دغه بچیانو ته وړو.»

خو د روزګان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي، د پلېټونو لپاره له مرکز کابل څخه د ورلېږل شوي طرزالعمل سره سم پلېټونه په ټاکل شوې پیې موټر چلوونکو ته ورکوي او دوی په‌کې کموالی او ډېروالی نه‌شي راوستلی.

د روزګان د ټرافیکو مدیر حافظ ملا احمد سلا‌وطندار ته وویل: «دغه پروسه چې جریان لري دغه عواید چې د دوی څخه اخیستل کېږي، دا مرکزي پرېکړه ده. د دې په اړه موږ نشو کولای چې دا کمې یا زیاتې کړو. د دې په خاطر چې د مرکز له لوري همداسې طرزالعمل موږ ته رالېږل شوی او د طرزالعمل سره سم موږ مخې ته ځوو.»

که څه هم روزګان کې موټرچلوونکي د پلېټونو لوړې بیې څخه شکایت کوي، خو د یاد ولایت یوشمېر اوسېدونکي بیا دغه بهیر ښه بولي او په وینا یې، دا چاره د موټرو غلا او جرمونو په کموالي کې اغېزمنه یادوي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

د روزګان د ټرافیکو مدیریت د معلوماتو پر بنسټ د موټرو د ثبت له پیله تر اوسه ۲۵ غلا شوي موټر بېرته پیدا شوي دي. دغه موټر پخوا ورک شوي وو، خو د ټرافیکو مدیریت کې د موټرو ثبت پرمهال تثبیت او خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام