د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال ولکر ټرک وايي چې د تېر ۲۰۲۴کال پرمهال په ایران کې څه باندې ۹۰۰ کسان اعدام شوي دي.
ولکر ټرک چې د ملګروملتونو د بشرحقونو عالي کمېشنر هم دی، همداراز ویلي، د یادو کسانو له ډلې، یوازې ۴۰ کسان یې، د یوې اوونۍ پرمهال اعدام شوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي ایران کې د تېرو کلونو په پرتله د اعدام زیاتېدو ته اندېښنه ښودلې او له دغه هېواد یې، غوښتنه کړې چې د اعدامونو څپه دې ودروي.
بلخوا د ملګروملتونو د بشرحقونو دفتر بیا اعلان کړی چې تېرکال ایران کې لږترلږه ۳۱ مېرمنې هم اعدام شوي دي.
د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، ډېری کسان د نشهيي توکو قضیو په تړاو اعدام شوي او ترڅنګ یې، د ۲۰۲۲کال د اعتراضونو اړوند نیول شوي هم اعدام کړل شوي دي.
د ملګروملتونو د بشرحقونو کمېسیون ویاندې الزابت تروسل په یوې خبري ناسته کې ویلي چې دغه معلومات د هرانا، هنګاوو او د ایران بشرحقونو دفتر له لوري راټول شوي دي.