Asset 1SWN

سلام وطندار

محسن داوړ په یوه وسله‌‌وال برید کې ټپي شوی

mohsin-dawar-among-others-injured-as-security-forces-open-fire-outside-n-waziristan-ro-office-1707552954-3020

د پاکستان د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د خېبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان په مرامشا کې د یوه وسله‌وال برید پر مهال ټپي شوی دی.

د پاکستان ډان ورځ‌پاڼې نن شنبه فبرورۍ لسمه راپور ورکړی چې محسن داوړ یاده سیمه کې له رسنیو سره پر خبرو بوخت و چې وسله‌وال برید شوی او د نوموړي ترڅنګ یو‌شمېر نور کسان هم ټپیان شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

محسن داوړ له خپلو پلویانو سره د ټاکنو پایلو اعلان لپاره دې سیمه کې پرلت کړی او د پوځ د یوه مرکز مخې ته ورټول شوې دي.

ځینو پاکستاني رسنیو بیا د محسن داوړ او د هغه د ملګرو له قوله ویلي چې برید سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري شوی، خو پوځ تراوسه په دې اړه څه نه دي‌ ویلي.

محسن داوړ له برید وړاندې پر اېکس‌پاڼه د ټاکنو کمېسیون پر چارواکو تور پورې کړی و چې ټاکنو کې درغلي کوي او په وینا یې، دې سیمه کې یې ډېرې رایې ګټلي، خو د کمېسیون چارواکي د ټاکنو پایلې نه‌اعلانوي.

دغه برید داسې مهال کېږي چې له دې نږدې یوه میاشت وړاندې هم په خېبرپېښتونخوا پر نوموړي وسله‌وال برید شوی و چې ژوند ترې وتلی و.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

محسن داوړ په ۲۰۱۸ کال کې له شمالي وزیرستان څخه د پاکستان قامي اسمبلۍ ته ټاکل شوی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام