Asset 1SWN

سلام وطندار

محمدنعیم د ملګروملتونو ځانګړي استازي سره کتلي

G5YegNNbAAEaCZk

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال دوکتور محمدنعیم په افغانستان کې د بشري همغږۍ په چارو کې د ملګروملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال اندریکا رټواټي سره کتلي دي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، د جبري راستنېدونکو کډوالو د ستونزو په حل او یوشمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

نوموړي لیکلي چې دوکتور محمدنعیم څرګنده کړه چې اسلامي امارت د ټولو هغو بنسټونو ملاتړ ته ژمن دی چې چارې یې د افغانانو په خیر وي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ده همدارنګه له ملګروملتونو وغوښتل چې له افغان حکومت سره په ګډه د جبري راستنېدونکو کډوالو د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

هغه لیکلي: «همداراز ټینګار يې وکړ چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو پر مهال روان ناوړه چلند د ټولو بشري اسلامي او ګاونډيتوب د ارزښتونو خلاف دی او نړیواله ټولنه باید په دې اړه خپل غږ پورته کړي.»

بل‌خوا د ملګروملتونو د ځانګړي استازي مرستیال د افغانستان د عمومي امنیت له ټینګښت او هم لرې پرتو سیمو ته د خدمتونو د رسېدو له امله خوښي وښوده.

هغه زیاته کړې، سربېره پردې چې مالي سرچینې محدودې شوې دي، خو بيا هم ملګري ملتونه د افغانانو د ملاتړ او د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې له اسلامي امارت سره ګډ کار ته ژمن دي او دوام ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام