Asset 1SWN

د محمد نعیم او اوتونبایوا لیدنه؛ راستنېدونکو وضعیت ته پر رسېدنې ټینګار شوی

Grt40qXWQAA6FaE

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او افغانستان کې د دغه سازمان د سیاسي استازولۍ یوناما مشرې روزا اوتونبایېوا سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل شنبه پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه کتنه کې د راستنېدونکو پر اړتیاو او یوشمېر نورو موضوعاتو بحث او خبرې شوي.

دغه لیدنه کې محمد نعیم ویلي چې: «اسلامي امارت هېواد کې د مرسته‌رسوونکو بنسټونو فعالیت لپاره اړین امکانات برابروي او د هر ډول ستونزې پېښېدو په صورت کې به یې د حل لپاره ګډې هڅې وشي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د یوناما مشرې هم ویلي چې د بیرته راستنېدونکو لپاره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو تامینولو ترڅنګ، هڅه کوي چې د هغوی لپاره مناسب کاري فرصتونه هم برابر کړي.

دا داسې مهال دی چې د ناروې د کډوالو شورا د تېرې جمعې په ورځ ویلي، له کله چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په میاشت کې د بې اسناده بهرنیو وګړو د ایستلو پلان اعلان کړی، تر اوسه تر یو میلیون زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دې شورا ویلي چې د بېرته ستنو شویو افغانانو ډېری په زور ایستل شوي دي.

د ناروې د کډوالو شورا وايي، افغان کډوال هغه هیواد ته په زوره ایستل شوي چې لا دمخه له اقتصادي سقوط، پراخې بې‌وزلۍ، او د خوندیتوب له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

اټکل کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې به ۶۰۰ زره نور افغانان هم افغانستان ته ستانه شي.

د ناروې د کډوالو شورا دې ته په اشارې چې په دریو کې دوه برخې افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، د بیرته ستنېدونکو افغانانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام