د سرپرست حکومت رییسالوزرا محمدحسن اخند د روژې میاشتې په مناسبت یوه پیغام کې ویلي چې ټول مسوولان دې د توکو نرخونو کنټرول برخه کې جدي اقدامات وکړي.
ارګ نن دوشنبه د کب ۲۱مه پر خپله اېکسپاڼه دغه پیغام خپور کړی او د نوموړي په حواله لیکل شوی چې ځینې فرصتطلبه خلک د روژې میاشتې په رارسېدو سره د خوراکي او نورو توکو بیې لوړوې چې په وینا یې، مسوولان یې باید مخه ونیسي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په پیغام کې لیکل ویل شوي: «ډېر ځله داسې پېښېږي چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره یوشمېر فرصتطلبه خلکو لهخوا په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې په ناڅاپي توګه لوړېږي…مسوولان دې د نرخونو لوړېدو مخنیوي په موخه جدي نظارت او اړین اقدامات وکړي.»
نوموړي په دې پیغام کې پر سوداګرو او پلورونکو هم غږ کړی چې تر خپل وسه دې د توکو بیې راټیتې کړي، څو هېوادوال وکولای شي، روژه کې توکي وپلوري.
د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند پیغامhttps://t.co/HXVXDeqOjC pic.twitter.com/crxIvx3vTT
— ارگ – ARG (@ARG_1880) March 11, 2024
د روژې په تړاو د رییسالوزرا په خپور شوي پیغام کې له هېوادوالو هم غوښتنه شوې چې له بېوزله، اړمنو او بېرته راستنېدونکو سره دې مرسته وکړي.
د افغانستان په ګډون په ګڼو اسلامي هېوادونو کې نن دوشنبه د کب ۲۱مه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ نېټه ده.