د اوزبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د شنبې په ورځ د اذربایجان په شوشای ښار کې د ترک سازمان د غړیو هېوادونو یاOTC په نارسمي غونډه کې اندېښنه ښودلې چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د شخړو له امله افغانستان اوس د نړیوالو له پامه غورځېدلی دی.
میرضیایف د افغانستان مسله مهمه بللې او د ترک سازمان د غړیو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو یې غوښتي چې د افغانستان مسله د خپلو ټولو نړیوالو بحثونو په مرکز کې په همغږې توګه یاده کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړې: «له بده مرغه د نړۍ په ډېرو نورو سیمو کې د جګړو او شخړو د تېزوالي له امله د افغانستان وضعیت چې زموږ ګاونډی دی، د نړیوالې ټولنې له پامه لرې پاتې شوی دی. په دغه حالت کې د افغانستان پراختیایي مسایل زموږ د سازمان د غړیو لهخوا ګډې تګلارې ته اړتیا لري او دا باید زموږ د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په خبرو کې د بحث اصلي موضوع وي.»
شوکت میرضیایف دغه راز، له افغانستان سره په اړینو برخو کې د ازبکستان د مرستو د دوام هم ډاډ ورکړی دی.
په ورته مهال د سیاسي چارو او نړیوالو اړیکو کارپوهان د نړیوالو بحثونو له محور څخه د افغانستان څنډې ته کېدو په اړه د اوزبکستان د ولسمشر څرګندونې تاییدوي او وايي، که د افغانستان سرپرست حکومت په دې برخه کې عملي اقدامات ونه کړي، دغه وضعیت به نور هم وران شي.
د سیاسي چارو کارپوه محمود اضطرابي او د نړیوالو اړیکو کارپوه اجمل زرمتی وايي، که د افغانستان اوسنی حکومت نړۍ ته د ډیپلوماسۍ دروازې پراننېزي، فرصتونه به له لاسه ورکړي.
دوی وايي، د نړۍ هېوادونه هر یو خپل بهرنی سیاست د خپلو ګټو پر محور را څرخوي او که په افغانستان کې یې ګټې خوندي نهشي، مخ ترې اړوي، خو په خبره یې، نړیواله ټولنه باید افغانستان یوازې پرې نهږدي او په بېلابېلو برخو کې ملاتړ وکړي.
د یادونې ده چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د افغانستان مسله د نړيوالو بحثونو محور و. که څه هم تراوسه د افغانستان په اړه تر شلو ډېرې نړیوالې غونډې جوړې شوې چې پهکې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو، د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې پر نه کارېدو، له نشهيي توکو سره پر مبارزې او د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته پر درناوي ټینګار شوی دی، خو لا هم د افغانستان د ستونزو حل لپاره هېڅ یوې غونډې هم د پام وړ پایله نهده لرلې.