د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لوري کابل کې (د هېواد اوبیزو سرچینو څخه د مناسبې ګټېاخیستنې د لارو چارو څېړنې) تر سرلیک لاندې، یو ورځنی علمي څېړنیز سیمینار جوړ شو.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبيعي او تخنيکي علومو مرستيال اميرجان ثاقب وايي، دغه پروګرام د هیواد له اوبیزو سرچینو څخه د مناسبو لارو چارو ارزولو په موخه ۱۸ مقالو کې ترتیب شوی چې اړوند وزارتونو ته وړاندې کېږي
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «وارخطايي په کار نهده او یوازې افغانستان کې د اوبو مدیریت ته اړتیا ده چې موږ بندونه لرو، اوبه لرو الحمدالله، د اوبو ډېرو سرچینې لرو؛ خو څومره چې اوبه مصرفېږي او خوندي نهوي، د اوبو له کمښت سره به مخ کېږو.»
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولان وايي، افغانستان له پرلهپسې وچکالي سره مخ دی او هېوادوال باید د اوبو له بېځایه مصرف څخه ډډه وکړي.
د دغه وزارت سرپرست عبداللطیف منصور وویل: «ځینو ولایتونو کې کروندګرو د اوبو حوضونه جوړ کړي او له دې لارې د سولر په مرسته له ژورو څاهګانو اوبه راباسي چې لږ اړتیا لري او پاتې یې، ضایع کېږي. له ښاریانو او کروندګرو غواړم چې اوبه ډېرې مصرف نهکړي او د اړتیا له مخې، اوبه ولګوي.»
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست زیاتوي چې د ډېر نفوس لرلو په دلیل کابل ښار د اوبو له کمښت سره مخ شوی. د هغه په وینا، دغه وزارت کابل ښار کې د اوبو کمښت ستونزې د حل لپاره یو لړ پلانونه طرحه کړي دي.
هغه وویل: «یو حل لاره دا ده چې له پنجشېر کابل ته اوبه ولګېدول شي او ستونزه حل شي. د شاه او عروس بند چارې بشپړې شوي او د ۲۰زره کورنیو اوبه به تامین کړي. د شاه او عروس بند منظوري شوې او کار به یې، راتلونکی کال پیل شي.»
له دې سره دې غونډه کې رییسالوزرا ملا حسن اخند یوه استولي پیغام کې وویل، د اوبو مدیریت دې د دولتي ادارو په کاري لومړیتوبونو کې راوستل شي. د هغه په وینا، د هېواد د اوبیزو سرچینو مدیریت کولی شي د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز ولري.
د علومو اکاډمۍ مسوولان وايي، د اوبو او برښنا وزارت دې هېواد کې د اوبو کمښت ستونزې د مخنیوي لپاره، مرکز او ولایتونو کې د اوبو د جذب سیمې فعاله کړي.
د علومو اکاډمۍ غړي عبدالرحمان لطیف وویل: «د دې لپاره چې د اوبو کمښت مخه ونیسوو، باید خپلو سیندونو باندې، لکه کابل، کونړ، امو او نور باندې بندونه جوړ کړو. واترشیتونه مدیریت کړو او چکډېمونه جوړ او فعال کړو او مرکز او ولایتونو کې جذبي سیمې بېرته فعالې کړو او تر ځمکې لاندې اوبه د مصنوعي تغذیې له لارې تقویه کړو او له کاریزونو استفاده وکړو.»
د اوبو او انرژۍ وزارت د شمېرو له مخې، دامهال هېواد کې د اوبو کمښت بحران ته د رسېدنې لپاره، د ۳۵۵ چکډیمونو چارې د بشپړېدو په حال کې دي.