Asset 1SWN

د ټرانسپورټ وزارت: مسافروړونکي موټر دې د بارونو له لېږد ډډه وکړي

ترمینال

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د مسافروړونکو موټرو چلوونکي دې د مسافرو خوندیتوب لپاره د هر ډول بارونو له لېږد ډډه وکړي.

دغه وزارت شنبه ناوخته «تلې ۲۹مه» د پیغام رسولو پر پلټ‌فارم اېکس «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د کابل په ټولو ترمینلونو کې یې مسافروړونکو موټر چلوونکو ته لارښوونه کړې چې د بارونو له وړو ډډه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه وزارت لیکلي: «د یاد وزارت د تخنيکي خدمتونو خونديتوب رياست د تخنیکي انجنیرانو له لورې د مسافرو د خوندیتوب او د مسافر وړونکو موټرو د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په پار د کابل په ټولو ترمینلونو کې مسافر وړونکو موټر چلونکو ته لارښوونه وشوه چې د يادو موټرو دننه او د موټر په چت باندې د بارونو له لېږد څخه ډډه وکړي.»

دغه وزارت زیاته کړې چې د کابل په کمپنۍ او پایتخت ترمینل کې یې د چک او کنټرول په لړ کې له ځینو لویو موټرو غیرمعیاري او اضافي څوکۍ هم لرې کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې هېواد کې ډېری وخت د سړکونو خرابوالي، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي ترڅنګ موټر کې د ډېر بار له امله هم ټرافیکي پېښې رامنځته شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام