Asset 1SWN

سلام وطندار

د ټولګټو وزارت: د بنسټیزو پروژو کارونه بېرته پیلیږي

سړک قیر اچول

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس وايي چې د پسرلي له رارسېدو سره، په هېواد کې د بنسټیزو پروژو کارونه بېرته پیلیږي.

حق شناس زیاته کړې، هغه پروژې چې د تېر ژمي پرمهال د سړې هوا او نامناسبو اقلیمي شرایطو له امله په لنډمهالي ډول درېدلې وې، اوس یې چارې بېرته پیلیږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


 نوموړي ویلي، په دغو پروژو کې د سړکونو جوړول او بیارغونه، د اوسپنې پټليو پراختیا او د پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.

ټولګټو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې دا پروژې به د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره، په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام