Asset 1SWN

عامې روغتیا وزارت: د څه باندې ۵۴زره روږدو کسانو درملنه مو کړې

وزارت-صحت-qq86rzpdfi0gdt3wtcbu1rkkqo5rtdnwbitw6w7vk8

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، تېرو نږدې درېوو کلونو کې یې د هېواد په کچه د زرګونو روږدو کسانو درملنه کړې او دامهال هېواد کې پر نشه‌يي توکو د روږدو د درملنې لپاره ۶۱ مرکزونه فعاله دي.

د عامې روغتیا وزارت د خدماتو وړاندې کولو معین عبدالوالي حقاني له مخدره توکو سره د مبارزې نړیوالې ورځې نمانځ‌غونډې ته وویل، د روږدو د درملنې مرکزونه هر کال د شاوخوا ۳۰ زره روږدو د درملنې ظرفیت لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «هېواد کې مو مراکز فعال دي او د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې ۵۴زره او درې سوه او ۴۶ ناروغانو درملنه شوې. اوس وخت کې زموږ د بستر ظرفیت ۳۰زره او ۸۰۰ دی. که څه امکانات کم وو، خو بیاهم ښه روغتیايي خدمات وړاندې شوې دي.»

د کورنيو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت استازى شمس الرحمن منهاج وايي، په تېرو درېيو کلونو کې د ټول هېواد په سطحه زرګونه په نشه‌یی توکو روږدي کسان راټول شوي او تر درملنې لاندې دي.

نوموړي وویل: «د اسلامي امارت له راتګ وروسته ۱۴۳۴۰ تنه روږدي کسان راټول او د درملنې مرکزونو ته ولېږدول شول او تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته واستول شول. د ۱۴۰۲ کال له پیل څخه تر ۱۴۰۳ کال پورې ۳۳۲۲۶ تنه روږدي کسان راټول شوي چې له ډلې یې ۱۸۰۰ کسان له تخنیکي مرکزونو څخه فارغ شوي.»

بل‌خوا د روغتيا د نړۍوال سازمان استازي جمشيد تنولي هم په دې غونډه کې په ټوله نړۍ کې د نشه‌يي توکو د کاروونکو د زياتوالي په اړه خبرداری ورکړ او ويې ويل، افغانستان هم له دې څخه مستثنی نه دی.

«په ټوله نړۍ کې د نشه‌یي توکو کاروونکي هر کال مخ په زیاتیدو دي. په ۲۰۱۱ کال کې په ټوله نړۍ کې ۲۴۰ میلیونه روږدي کسان وو؛ خو په ۲۰۲۱ کال کې دغه شمېره ۲۹۶ میلیونو ته رسیدلې. په نړۍ کې د نشه‌یي توکو د کاروونکو زیاتوالي ته په پام سره، دې کې شک نشته چې ښايي افغانستان کې هم دغه کچه لوړه شوې وي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د روغتیا د نړۍوال سازمان استازي زیاته کړه چې اسلامي امارت باید له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د قانون پلي کولو او د پولو د کنټرول په څېر اقدامات په جدي توګه ترسره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام